په ایران کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نوماندو د صلاحیت د جاج پیل
(last modified Tue, 18 Apr 2017 12:04:51 GMT )
Apr 18, 2017 16:34 Asia/Kabul
  • په ایران کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نوماندو د صلاحیت د جاج پیل

د ایران د اساسی قانون د ساتندویه شورا ویندویی وویل : د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د نوماندو کسانو د صلاحیت په باره کې رسمی جاج له پرونه پیل شو.

زمونږ د خبریال د راپور له مخې  عباسعلی کدخدایی پرون په دې  بیان سره چې د قانون له خې د نوم لیکونو له ختمیدو وروسته د دغه کار لپاره پینځه ورځې فرصت شته دی وویل هیله من یو چې په همدغه لومړی فرصت کې د کسانو د صلاحیت د جاج په باره کې نتیجه اعلان کړو.

دساتندویه شورا ویندویی وویل : د انتخاباتو په هر پړاو کې که  د چا صلاحیات  منل شوې وی او که رد شوی په راتلونکو انتخاباتو کې یې صلاحیت بیا جاجول کیږی.

 په ایران کې دانتخاباتو د کمیټې مشر علی اصغر احمدی د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نوماندو د نوم لیکنې په پای کې خبریالانو ته وویل  ټوټل یو زره اته څلویښتو کسانو نومونه لیکلې دی چې پکې  یو اویا ښځې او باقی سړی دی.

د ایران د ولسمشرۍ د لسم پړاو انتخابات  د ښارونو او کلیو د اسلامی شوراګانو له انتخاباتوسره په یو وخت د روان کال د مئ په نولسمه ترسره کیږی.

ټیګونه