روحانی :په ایران کې پرتمین انتخابات دښمنان ناهیلی کوی
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی دې ته په اشارې سره چی د ولسمشرۍ او شوراګانو په انتخاباتو کې د خلکو ولولناک شتون د ایران د عظمت نښه ده ټینګار وکړ د تولید او اشتغال په کال کې پرتمین انتخابات دوستان هیله من او د ملت دښمنان ناهیلی کوی
ډاکټر روحانی بیګا د مازندران ولایت په نوشهر کې له ځوانانو او پوهانو سره په غونډه کې په راتلونکیو انتخاباتو کې مهمه موضوع د خلکو پراخ شتون وباله او ویې وویل انتخابات یوه ورځ دی خو د هیواد د راتلونکی لپاره برخلیک ټاکونکی دی .
روحانی دې ته په اشارې سره چی د ایران په تاریخ کې نه هیریدونکی او برخلیک ټاکونکی ډیرې ورځې شته دی زیاته کړه د ایران ملت د دې توان لری داسې کار وکړی چی د اسلام د عزت سبب وی .
له بلې خوا د ایران د ولسمشرۍ د دولسم پړاو په انتخباتو کې د ګډون لپاره په لومړۍ ورځ ۱۳۰ کسانو نومونه ثبت کړل .
زمونږ خبریال راپور راکوی علی پور علی مطلق د نومونو ثبتونکیو جوړښت ته په اشارې سره وویل چی تراوسه ټولو ۱۳۰ کسانو ګډون کړی دی چی ۶ پکې میرمنې دی . د ایران د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو د نومونو لیکل له پرونه پیل او تر راتلونکی نهې ورځې پورې به دوام ولری . د ایران د ولسمشرۍ او شوراګانو انتخابات د روان کال د غوای میاشتې په ۲۹ نیټه ترسره کیږی .