د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو د تایید شویو کاندیدانو نومونه به نن اعلان شی
(last modified Thu, 20 Apr 2017 13:40:45 GMT )
Apr 20, 2017 18:10 Asia/Kabul
  • د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو د تایید شویو کاندیدانو نومونه به نن اعلان شی

د ایرنا له راپور سره سم د ایران د اساسی قانون د ساتندویه شورا ویندوی عباس علی کدخدایی نن په خپله ټیلی ګرامی پاڼه کې ولیکل د کاندیدانو د صلاحیت د جاج لپاره به نن هم غونډه جوړه شی .

کد خدایی زیاته کړه که نتیجه ته ورسیدو نو نن به د تایید شویو کاندیدانو نومونه اعلان شی که نه نو د پینځو ورځو نور فرصت له مادې به استفاده وشی . خو وروستی رارسیدلی راپورونه وایی چی نن به  د ساتندویه شورا لخوا د ایران کورنیو چارو وزارت ته د تایید شویو کاندیدانو نومونه اعلان شی . 

د ولسمشرۍ په دغه پړاو کې یو زرو شپږ شوه شپږ دیرش کسانو د کاندید په  توګه خپل نومونه ثبت کړل چی ۳۵ کسان پکې  پیژندل شوی او اجرایی سا سیاسی مخینه لری .

د ایران د ولسمشرۍ انتخابات دمی میاشت په ۱۹ نیټه ترسره کیږی .

 

ټیګونه