د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د دولسم پړاو تبلیغات پیل شول
د ایران د انتخاباتو د کمیټې مشر بیګا د ولسمشریزو ټاکنو د دولسم پړاو د کاندیدانو د نومونو له رسمي اعلانه وروسته وویل: د ایران د انتخاباتو د قانون د ۶۶ مادې له مخې د ولسمشرۍ د دولسم پړاو انتخاباتي تبلیغات اوس پيلیدی شي.
علي اصغر احمدي بیګا وویل: د ایران د انتخاباتو د قانون د ۶۶ مادې په اساس د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو انتخاباتي فعالیتونه د صلاحیت وړ ګرځیدلو کاندیدانو د نومونو د اعلانیدو له ورځې څخه په رسمي ډول پيلیږي او د رایه اخیستنې له پیلیدو ۲۴ ساعته مخکښې یعنې د غوي د میاشتې د ۲۸ نیټې په سهار اته بجې پاې ته رسیږي.
د ویلو ده چې د ایران د اساسي قانون ساتندویه شورا بیګا د ولسمشرۍ د دولسم پړاو د انتخاباتو لپاره د صلاحیت تایید شویو شپږو کاندیدانو نومونه د ایران د کورنیو چارو وزارت ته اعلان کړل.
د ایران د انتخاباتو د کمیټې د خبرپاڼې له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت د دولسم پړاو د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د شپږو تایید شویو کاندیدانو نومونه په دا ډول دي: سید مصطفی آقا میر سلیم، اسحاق جهانګیري کوشایي، حسن روحاني، سید ابراهیم رئیسي ساداتي، محمد باقر قالیباف او سید مصطفی هاشمي طبا.
د ایران د ولسمشریزو ټولټاکنو دولسم پړاو د روانې غويي میاشتې په ۲۹ یعنې د مۍ په ۱۹ نیټه په ټول ایران کښې د ښارونو او کلیو د شوراګانو د پنځم پړاو له ټاکنو سره هم مهاله ترسره کیږي.