انتخابات په نړۍ کښې د ایرانی ولس عزت او آبرو ده
د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د دفتر مشر انتخابات په نړۍ کښې د ایران د ولس عزت او آبرو وبلل.
حجت الاسلام والمسلمین محمد محمدی ګلپایګانی نن په تهران کښې د ټول ایران د پولیسو د قومندانانو، مشرانو او مدیرانو په غونډه کښې څرګنده کړه: په ټولټاکنو کښې د ایران د خلکو تاندوالی او زیات نه زیات شتون په نړۍ کښې د ایرانی ولس عزت دی او پکار دی چې د دې زوږناکه شتون زمینه او شعور په ښه ډول برابر شی.
هغوی زیاته کړه چې که څوک د خلکو د رایو په وړاندې دریدل وغواړی، ورسره به پریکنده مقابله وشی.
د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د دفتر مشر د پولیسو له قومندانانو، مدیرانو او مشرانو وغوښتل چې د انتخاباتو د ترسره کیدو د نظم، امنیت او سلامت په ټینګښت کښې خپل مهم ماموریت په جدیت او بشپړې انګیزې سره او په ښه ډول ترسره کړی.
د ایران د ولسمشریزو انتخاباتو دولسم پړاو د کلو او ښارونو د اسلامی شوراګانو له انتخاباتو سره هم مهاله، د روان ۲۰۱۷ کال د مۍ په ۱۹ نیټه ترسره کیږی.