دایران د ولسمشرۍ دانتخاباتو کاندیدان مناظرې کوی .
ایرنا خبری اژانس وایی دایران د راډیواو ټیلی ویژن ادارې صداوسیما په مختلفو ټیلی ویژن چینلونو کښې د ولسمشرۍ د دولسم(۱۲) پړاو د انتخاباتو د کاندیدانو د مناظرو او دپروګرامونو د خپریدا د وخت په هکله قرعه کشۍ د هغوې داستازیو په ګډون سره وشوه .
دقرعه کشۍ په دغو مراسمو کښې چې بیګا له راډیو ایران او لومړی ټیلی ویژن چینل څخه ژوندی خپاره شول د ژوندیو او ضبط شویو پروګرامونو په شمول په ټیلی ویژن چینلونو کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د شپږو(۶) کاندیدانو د پروګرامونو د خپریدا وختونه او ورځې معلومې شوې .
دایران دولسمشرۍ دانتخاباتو دشپږو(۶) کاندیدانو پروګرامونه به د اپریل دمیاشتې له شپږویشتمې(۲۶) د می دمیاشتې تر اولسمې (۱۷)نیټې پورې له راډیوګانو او ټیلی ویژن چینلونو خپاره شی .
دایران د راډیو او دټیلی ویژن ادارې مشر عبدالعلی علی عسکری دقرعه کشۍ په دغو مراسمو کښې په وینا کښې په دې خبرې ټینګار سره چې په انتخاباتو کښې د ملی رسنیو کړنلاره بې پلویتوب او عدالت دی وویل دغه ادارې خپل ټول امکانات د ولسمشرۍ دانتخاباتو له کاندیدانو سره د ایران دملت داشنا کولو لپاره په کار اچولی دی .
دایران لوی څارنوال حجت الاسلام و المسلمین محمد جعفر منتظری هم په دغو مراسمو کښې وویل د ولسمشرۍ دانتخاباتو اهمیت په دې کښې دی چې دایران خلک غواړی دهیواد ترټولو ستر مقام دڅلورو(۴) کلونو لپاره انتخاب کړی .
دایران د ولسمشرۍ انتخابات دمی دمیاشتې په نولسمه(۱۹) نیټه د ښار او دکلیو د شوراګانو له انتخاباتو سره په یووخت کیږی .