په انتخاباتو کښې دخلکو پراخ ګډون ضروری دی .
Apr 24, 2017 06:00 Asia/Kabul
ایرنا خبری اژانس وایی دایران د اسلامی جمهوریت د وسله والوځواکونو د قوماندان سلاکار سعید فرجیان زاده بیګا وویل په انتخاباتو کښې د خلکو پراخ ګډون دایران سیمه ایز ،نړیوال او ملی قدرت نندارې ته وړاندې کوی .
هغه وویل دایران خلک دولسمشرۍ او دښار او دکلیو دشوراګانو انتخابات مخ ته لری او د رایو په مرکزونو کښې په پراخ او خبر شتون سره به ددښمانانو دسیسې شنډې او هغوې به ناهیلی کړی .
دایران دغه پوځی چارواکی دهیواد ټول خلک په انتخاباتو کښې پراخ او ولوله ناک ګډون ته وروبلل او ویې ویل دښمانانو نن سبا خپل ټول توان دایران اقتصاد ته دګوزار د ورکولو لپاره په کار اچولی دی .