دایران د ولسمشرۍ دانتخاباتي کاندیدانو ترمینځ دمناظرولړۍپیل شوه
(last modified Fri, 28 Apr 2017 11:51:55 GMT )
Apr 28, 2017 16:21 Asia/Kabul
  • دایران د ولسمشرۍ دانتخاباتي کاندیدانو ترمینځ دمناظرولړۍپیل شوه

زمونږخبریال راپور راکړ دایران داسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د دولسم پړاؤ د انتخاباتو دشپږو کاندیدانو ترمینځ لومړنۍ ژوندئ یا لایو مناظره یا ډیبیټ نن داسلامی ایران دریډیو اوټیلیویژن دادارې په مرکز کې څلورنیمې بجې پیل شوې او ترڅلورو ساعتونو پورې به دوام ولری .

 راپورښئ دغه لومړنۍ مناظره  د حسن  روحانی ، سید ابراهیم  ریسی سادات ،سید مصطفی آقا میرسلیم ، محمد باقر قالیباف، سید مصطفی هاشمی طبا او اسحاق جهانګیری ترمینځ  په اقتصادی ،ټولنیزو موضوعګانو سره ترسره کیږی   او  د مجریانو  بیلابیلو پوښتنو ته  ځوابونه ورکوی او دغه راز پخپلو کې  هم  په دغو موضوعګانو بحثونه کوی .

ټاکل شوې ده  دایران داسلامی جمهوریت  د ولسمشرۍ د دولسم پړاؤ  انتخابات  د ښآرونو اوکلو  له  انتخاباتو سره په یووخت د مئ  په نولسمه  نیټه  ترسره کیږی   . داپه داسې حال کې دی  چې  په همدې ورځ  دنړۍ په یو سل درو هیوادونو کې هم   د ایران د ولسمشرۍ   ټولټاکنې ترسره کیږی .

 

ټیګونه