دایران د ولسمشرۍ انتخابات په ولولې سره کیږی .
زمونږ خبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو دوزارت ویندوی بهرام قاسمی نن سهار وویل دهیواد دباندې دایران داسلامی جمهوریت ټول سفارتونه او کنسولګرۍ د ولسمشرۍ دانتخاباتو دترسره کولو لپاره هراړخیز چمتووالی لری .
هغه په امریکا او کاناډا کښې دایران د ولسمشرۍ دانتخاباتو دترسره کیدا او په دغو دوو(۲)هیوادونو کښې د رایو د صندوقونو دکیښودلو لپاره دایران دخارجه وزارت د پرله پسې هڅو خبر ورکړ .
دایران دباندنیو چارو دوزارت ویندوی بهرام قاسمی وویل په امریکا کښې د هستوګنه ایرانیانو نسبتا زیات شمیر ته په پام سره په امریکا کښې د رایو دصندوقونو دکیښودلو او د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره دایران دبهرنیو چارو د وزارت لخوا ټول ضروری اقدامات ترسره شوی دی .
هغه په کاناډا کښې د ایران د ولسمشرۍ دانتخاباتو دترسره کیدا په اړه وویل ایران او کاناډا سیاسی اړیکې نلری خوهیله یې وکړه چې په کاناډا کښې دایران د انتخاباتو لپاره د رایو صندوقونه کیښودل شی .
دایران د ولسمشرۍ انتخابات دمی دمیاشتې په نولسمه (۱۹)نیټه دښار او د کلیو د اسلامی شوراګانو له انتخاباتو سره په یووخت ترسره کیږی .