په انګلستان کې به هم دیره ایرانیان په انتخاباتو کې بشپړ برخه واخلی
ایرناخبری آژانس راپورورکړ په انګلستان کې داسلامی ایران سفارت پرون ناوخته په یوې خبرتیا :ې ویلی دی ، دایران دولسمشرۍ د دولسم پړاؤ دانتخاباتو په رایو کې په انګلستان کې د دیره ایرانیانو په ګډون کې د آسانتیاؤ په خاطر پر لندن سربیره د دغه هیواد په نورو شپږو سترو ښارونو کې به هم درایو دااخستو لپاره درایو صندقونه ځای پر ځای شی .
په دغې خبرتیا کې ویل شوی دی په دې باب دانګلستان په حوزې کې د رایو داخستنې یولس څانګې اټکل شوی دی چې له هغو به پنځه په لندن او شپږ نوره هم په مانچسټر ، بیرمنګم ، نیوکاسل ، ګلاسګو ، لیډز اوکارډیّف ښارونو کې وی .
په بریتانیا کې دیره ایرانیان به هم د مئ په نولسمه نیټه په درست ایران کې دانتخاباتو له ترسره کیدا سره په یو وخت درایو دصندقونو په مرکزونو کې شتون ولری او خپلې رائ به صندوقونو ته واچوی