په انتخاباتو کښې ګډون د دښمنانو په نظر کښې د ایران د هیبت سبب ګرځي
(last modified Sun, 07 May 2017 11:11:49 GMT )
May 07, 2017 15:41 Asia/Kabul
  • په انتخاباتو کښې ګډون د دښمنانو په نظر کښې د ایران د هیبت سبب ګرځي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په مختلفو ډګرونو په تیره بیا انتخاباتو کښې د خلکو پراخ شتون د ایران د ولس د ګټو ساتونکی او د خوندیتوب لامل او د او د دښمنانو په سترګو کښې د اسلامي نظام د سترتوب او هیبت سبب وباله.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي نن د ایران د زرهاو معلمانو په کتنه کښې انتخابات یوه مهمه او په اسلامي جمهوري نظام کښې د دیني ولسواکۍ له تفکره رامنیځته شوې چاره وبلله او ټینګار یې وکړ: د ۲۰۱۷ کال د روانې مۍ میاشتې د نولسمې نیټې په انتخاباتو کښې په مختلفو سیاسي سلیقو سره د ټولو خلکو شتون د ایران د اقتدار، هیبت او خوندیتوب د ساتنې ضامن دی او په داشان شتون سره به دښمن هیڅکله ونه توانیږي چې د ایران د ولس په وړاندې کوم اقدام ترسره کړي.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي څرګنده کړه چې په اسلامي جمهوري نظام کښې داسې نه ده چې (جمهوري) په (اسلام) پورې تړل شوی وي او که انتخابات نه وو نو نن به د ایران د اسلامي جمهوریت هیڅ نښه نه وه پاتې.

دوي وفرمایل: د دښمن د دښمنۍ د څرګندونې په وړاندې یوازنی خنډ په ډګر کښې د خلکو شتون دی ځکه چې په پیاوړي او هوښیار او د میلیونهاو ځوانانو په انساني ځواک سره د یو اتیا میلیوني هیواد دبدبه د دښمن په زړه کښې ویره رامینځته کوي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: په انتخاباتو کښې اصلي او مهمه موضوع د ټولو خلکو رایې ورکونه ده څو وښئي چې د اسلام او نظام دفاع ته چمتو دي او د ایران خوندیتوب به وساتي.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي همداشان ښوونه او روزنه په ایران کښې د علم او تحقیق  اصلي بنسټ وباله او ویې ویل: که ښوونه او روزنه د سمو سیاستونو او پروګرامونو په اساس حرکت وکړي نو ایران به د علم او تحقیق له نظره بډایه شي.

 

ټیګونه