په ایران د دښمنانو د تیری فکر به له غاښ ماتونکی غبرګون سره مخ شی
(last modified Wed, 10 May 2017 12:50:12 GMT )
May 10, 2017 17:20 Asia/Kabul
  • په ایران د دښمنانو د تیری فکر به له غاښ ماتونکی غبرګون سره مخ شی

دایران داسلامی انقلاب معظم لارښود ټینګار کړی اسلامی ایران به دهماغه تیر وخت په شان پخپل همت ، هڅو ،نوښت او وړتیاؤ باندې په تکیې سره د دفاعی اقتدار لارې ته دوام ورکړی .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود  حضرت  آیت ا... العظمی  سید علی خامنه ای  نن  دحضرت امام حسین علیه السلام د پوهنتون دافسری محصیلینو او پاسداری  روزنې دفارغ التحصیلانود پریډ په دستورو کې پخپلې ولولناکې وینا کې د :اسلامی نظام ددفاعی قدرت :  دسیاست   موخه  دنړیوالو سرزورو  له خوا په ایران دتیریو  د تصّور  مخنیوی وباله او ټینګار ئې وکړ ،  دښمنان  دې پوه شی ،که  په ایران  دتیری په  تصّور پسې شی ، نو  له  وسپنیز  غبرګونو سره  به مخامخ شی  ، ځکه دوی  ممکنه ده ، پیلیدونکی شی ،خو دکار پای به ئې  په لاس کې نه وی .

 حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  دایران دملت او هیواد داقتدار  عواملو ته په اشارې سره  روښانه کړه ،له بلواؤ په ډکې سیمې کې  دایران  موجوده  امنیت او آرامښت  دایران داسلامی جمهوریّت  یو ویاړ دی  چې  داستکباری قدرتونوپه نښه شوی دی .

  دوی همداراز  علم او علمی پرمختګ ، خپلواکی او پیاوړی  اقتصاد، پوځی قدرت  او وسله وال ځواک  دایران د اقتدار  عوامل وبلله  او  روښانه ئې کړه ،  دښمنان تل  د اسلامی  ایران   داقتدار بخښونکو عواملو په نسبت کینه او بغض لری .

 دایران  داسلامی  جمهوریت د درستو قواؤ   کمانډر انچیف   :پوځی قدرت  : هم  داقتدار  یو عامل وباله او  وې ویل ،   دایران د اسلامی جمهوریت  توغندوی  توان  به  په قدرت سره وساتل او  زیات کړائ شی .

حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای  همداراز  د :مقاومت حکومت  :  دموضوع په  بیانولو سره  ووئیل ، دمقاومت د حکومت دریځ ، دفاعی قدرت  او دفاعی اقتدار  دی او نن سبا  د ایران اسلامی جمهوریت  د مقاومت دحکومت سیاست ، اقتصاد ،وسله وال ځواک  او  دسیمه ایز اونړیوال خوځښت په توګه  ، پراخ  نفوذ لری . داسلامی انقلاب  معظم لارښود  داسلامی نظام د دښمنانو  دلنډمهاله ،مینځ مهاله او اوږدمهاله  موخو په بیانولو سره ټینګار وکړ ،  د دښمن دغه شان سپیرې موخې ، داسلامی نظام داصل بدلول ، دایران   امنیت  او  د  ولس اقتصاد ته ګوزار ورکول  دی . 

حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه ای  همداراز  د ۲۰۱۷کال  دمئ په نولسمه  نیټه   دولسمشرۍ انتخاباتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ؛ که  ولس په انتخاباتو کې  شتون ولری  او دغه شتون  داسلامی حدودو اوقانون   له رعایتولو او  له اخلاقو اونظم سره یوځای وی ، نو  انتخابات به په چورلټ ډول   د اسلامی جمهوری نظام  دعزت ، احترام   او عظمت  لامل شی ،خو که  په انتخاباتو کې  بداخلاقۍ اوغیرقانونی  اقدامات وشی، او پخپلو  خبروسره ، دښمن هیله مند کړوو،  نو  انتخابات به دمونږ په تاوان تمام شی .  

 

ټیګونه