دایران د انتخاباتو دکاندیدانو تبلیغات پیل شول .
ایسنا خبری اژانس وایی دایران داسلامی شورا دلسم (۱۰)پړاو دلومړنیو مینځ پړاوه انتخاباتو او د ښار او دکلیو د اسلامی شوراګانو د پینځم(۵) پړاو د انتخاباتو تبلیغات له پرون راهسې پیل شول .
د ایران د انتخاباتو دکمیټۍ مشر علی اصغر احمدی جوته کړه د اسلامی شورا د لسم(۱۰) پړاو د لومړنیو مینځ پړاوه انتخاباتو او د ښار او دکلیو داسلامی شوراګانو د انتخاباتو دپینځم(۵) پړاو د کاندیدانو تبلیغات له پرون راهسې پیل شوی او د می میاشتې په اتلسمه (د غویی دمیاشتې په ۲۸ )نیټه ختمیږی او له دې نیټې وروسته دکاندیدانو هرډول تبلیغاتی فعالیت ممنوع دی .
هغه وویل دانتخاباتو ترسره کیدا ته ټول اړونده شیان د ټول ایران ولایتونو ته استول شوی دی .
دایران د ولسمشرۍ د دولسم(۱۲) پړاو انتخابات د ښار او د کلیو داسلامی شوراګانو دپینځم (۵)پړاو له انتخاباتو او دغه راز داسلامی شورا دلسم پړاو له لومړنیو مینځ پړاوه انتخاباتو سره یوځاې د می دمیاشتې په نولسمه(دغویی دمیاشتې ۲۹) نیټه ترسره کیږی .