انتخابات د ایران د ؤلس د اقتدار او عزت سمبول دی
زموږ د خبریال د راپور سره سم د تهران د جمعی لمانځه مؤقتی امام وویل: په مختلفو سیاسی ډګرونو کی، او د رایی د صندوقونو په وړاندی د ایران د خلګو شتون د اقتدار او پت، او په متعال خدای باندی د خلګو د ایمان سمبول دئ.
حجت الاسلام والمسلمین کاظم صدیقی، د تهران د دی اونۍ د جمعې لمانځه په خطبو کی، د دی ټکی په بیانولو سره؛ چی د ایران خلګ په راتلونکې جمعه کی، د خپلو دینی او عقیدتی باورونو په اساس، د رایی صندوقونو ته ځی، ډاګینه کړه: د ایران له اسلامی انقلاب وروسته، سیاسی؛ اقتصادی او کلتوری اسلام رامنځته شو، او خلګ به په قدرت او د خپل سرنوشت د ټاکلو لپاره په هڅې سره، په انتخاباتو کی ګډون وکړی.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د ایران دښمنانو ته په خطاب کی هم څرګنده کړه: ایران د نورو هیوادونو په شان نه دئ، چی په بی اهمیتو ډالرو سره پکی شخړه رامنځته شی، او د ایران اسلامی انقلاب ته زیان ورسیږی.
حجت الاسلام والمسلمین صدیقی؛ د بحرین د لوړ پوړی دینی عالم«شیخ عیسی قاسم» په خلاف د دغه هیواد د رژیم غلیمانه اقدامات؛ د عربستان په وسیله د یمن خلګو د وژلې دوام؛ او د سیمې په یو شمیر هیوادونو کی رامنځته شوی مذهبی محدودیتونه، وغندل.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب، د امام مهدی صاحب الزمان عج د مبارک ولادت د کالیزی په مناسب د نړۍ مسلمانانو ته مبارکی وویله، او د انحضرت د هرڅه ژر ظهور لپاره یی دعا وکړه.