د اسلامی ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانوترمینځ وروستۍمناظره وشوه .
زمونږخبریال راپور راکړ داسلامی ایران د ولسمشرۍ د دولسم پړاؤ دانتخاباتو د شپږو کاندیدانو اسحاق جهانګیری ، مصطفی آقا میرسلیم، حسن روحانی ،مصطفی هاشمی طبا ،ابراهیم ریسی سادات اومحمد باقر قالیباف ترمینځ وروستۍ اودریمه مناظره ترسره شوه او داقتصادی موضوع په باب ئې خپل پروګرامونه اونظرونه دایران ولس ته وړاندې کړل او په دې باب ئې پخپلو کې هم سره مناظره وکړه .
دغه مناظره هم په دوو برخو مشتمله وه او په لومړۍ برخې کې ئې دقاچاق له شیانو سره مبارزه ، د شیانو د وارداتو کمول ، دکار کسب او تولید زیاتول ، دسبسډیانو هدفمند کول او اقتصادی وده شامله وه چې کاندیدانو پرې بحث او پر یوه بل نیوکې اوکرکتنې وکړې . همداراز د دغې مناظرې په دوهمې برخې کې هم له اقتصادی فساد سره مبارزه ، دصنائعو براختیا ، دمالیاتی نظام سمول ، د نغدو پیسو دپراختیا ګواښونه د ایران دګاډو دصنعت دکیفیّت ښه کو او د دانش بنیان دشرکتونو د ودې په باب بحثونه اوکرکتنې شاملې وې چې کاندیدانو پرې بحثونه وکړل
راپورونه ښئ چې د ایران په بیلابیلو ښارونو په تیره بیا تهران کې د دغې مناظرې تود هرکلی شوی او ډیرو زیاتو خلکو دټیلیویژن له لارې دغه مناظره کتلې او هرکلی ئې کړی دی .
ټاکل شوې ده د ایران داسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د دولسم پړاؤ انتخابات د ۲۰۱۷ دمئ په نولسمه نیټه په درست هیواد کې ترسره شی .