په انتخاباتو کښې د خلکو ګډون د ایران د نړیوال مقام د لوړتیا لامل کیږی
(last modified Sat, 13 May 2017 09:20:07 GMT )
May 13, 2017 13:50 Asia/Kabul
  • په انتخاباتو کښې د خلکو ګډون  د ایران د نړیوال مقام د لوړتیا لامل کیږی

په ملائیشیا کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیرې، په انتخاباتو کښې د خلکو پراخ ګډون د ایران د نړیوال او سیمه ایز مقام د لوړتیا لامل وباله.

د ایرنا د راپور په اساس، په ملائیشیا کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیرې میرمن مرضیه افخم په کوالالامپور کښې د شیعیانو د دولسم امام حضرت امام مهدی (ع) د ولادت  د کلیزې په مراسمو کښې، انتخابات د هیوادونو د سیاسی پراختیا ترټولو اغیزمن او مهم عامل وباله او ویې ویل: په انتخاباتو کښې د ایران د خلکو پراخ ګډون لامل کیږی څو د ایران د اسلامی جمهوریت مقام په سیمه ایزه او نړیواله کچه له پخوا څخه لا لوړه شی.

افخم زیاته کړه: په تیرو څلورو لسیزو کښې د ایران واک د اسلامی انقلاب په مختلفو ډګرونو په تیره بیا په انتخاباتو کښې د خلکو د پراخ شتون او ګډون له امله دی.

 

ټیګونه