د ایران د ولسمشرۍ او دښار او دکلیو د شوراګانو انتخابات :
د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو زمونږ سلامونه ومنئ دوسنانو څرنګه چې پوهیږی په ایران کښې داسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته تراوسه په لسګونو انتخابات شوی او ګڼ شمیر خلکو پکښې ګډون هم کړی او د دنړۍ خلک یې حیرانه کړی هم دی .
اوس به یوه(۱) ځانګړی وینا درته وړاندې کړو چې په ایران کښې دانتخاباتو پراخوالی او ډول ډول والی نومیږی هیله کوو چې داوریدو فرصت یې ولرئ .
()
دایران د ولسمشرۍ دولسم (۱۲)انتخابات به د ښار او د کلیو د اسلامی شورا له پینځمو (۵)انتخاباتو سره په یووخت د روان میلادی کال(۲۰۱۷) د می دمیاشتې په نولسمه(۱۹) نیټه ترسره شی .
دهغو پروګرامونو دټولګې په څلورمه(۴) برخه کښې چې د ایران د انتخاباتو د ترسره کیدا په مناسبت برابره شوی ده دایران داسلامی جمهوریت په نظام کښې د انتخاباتو د پراخوالی په هکله خبرې کوو .
تاسو ته بلنه درکوو چې دغه ځانګړی وینا ولولې .
()
روان کال په ایران کښې د انتخاباتو بل کال دی .
دایران په اسلامی جمهوریت نظام کښې انتخابات د دینی ولسواکۍ دنظریې پراساس دی او د انتخاباتو ډګر په تیره بیا د ولسمشرۍ انتخابات د رایو په صندوقونو کښې د خلکو د شتون ترټولو پرتمین او جذاب ډګر دی .
په هرو انتخاباتو کښې چې په ایران کښې کیږی دښمنې رسنۍ پرله پسې دانتخاباتو پرضد له دروغو ډکې فضا جوړونې پیلوی .
اوس د انګلستان دبی بی سی ټیلی ویژن خبر ته پام وکړئ چې په کوم ډول کوشش کوی دایران انتخابات ګډوډ کړی .
که داسې یو پلان موجود وی چې وغواړی انتخابات په خپله ګټه واړوی او په دې مرحله کښې چې ډیره څرګنده نه ده که څوک وغواړی په انتخاباتو کښې لاسوهنه وکړی طبعا هغه وخت چې د رایو نتیجې یو بل ته ډیرې نږدې وی دا کار اسانیږی .
یعنی دوې په اسانۍ سره دانتخاباتو په بلې مرحلې کښې رایې ځاې پرځاې کولای شی .
د بریطانیه د بی بی سی ټیلی ویژن بل کارپیژاند وایی :د درغلۍ مخینه مخکې څلورو(۴) او اتو(۸) کلونو ته نه ستنیږی احساس کوم چې یو ډول دغه پیښې تکرار شی .
اوس داسرائیلو راډیو خبر واوئ : د ایران دچارو اکثرو کارپیژاندو اټکل کړی وو په انتخاباتو کښې به د خلکو ګډون کم وی او حکومت به له دې پرته بله لاره ونلری چې په انتخاباتو کښې دخلکو د ګډون په اړه درغلۍ وکړی او هغه تحریف کړی او له دروغو ډکې شمیرنې خپرې کړی .
دښمنې رسنۍ دایران له انتخاباتو مخکې او وروسته په ایران کښې له عمومی اعتماد سره مبارزه کوی اوس د انګلستان دبی بی سی ټیلی ویژن خبر واورئ .
په ژوندی پروګرام کښې مو چې لرلو مو څو ځله مو له تاسو سره خبرې وکړې هر ځل داسې ښکاری چې تاسو مشکوک یاست په تیره بیا په دې زمینه کښې چې رایې په ځند سره محاسبه کیږی او په دې هکله داسې نښې نښانې راځی چې دخلکو حقیقی رایو ته پام ونشی او اوس د تاسو نظر څه دی ؟
دهغو شکونو یوه برخه اوس هم دوام لری ځکه چې معلومه ده اوس باید دغه رایې ولری همدغه خبره چې لګیا دی شمیرنې سوکه سوکه اعلانوی او دغه شک هماغه راز پرځاې پریږدی چې شاید د پردې شاته یو لاس عمل کوی .
خو له دغو ټولو فضا جوړونو سره سره بیا هم هر ځل دایران ملت له خپلی ملی ازمیښت څخه بریالی وځی .
په دې اړه د کویت د ادار ورځپاڼې دسیاسی برخې د لیکوال میثم محمد جوشی شننه د لوستلو وړ ده :
له ۲۰۰۶ میلادی کال راهسې او په اسرائیلو د لبنان دحزب الله غورځنګ له بریالیتوب وروسته دایران پرضد دعربو رسنیو پراخې حملې پیل شوې په داسې حال کښې چې عربو رسنیو دخپلو هیوادونو په حکومتونو او نظامونو نیوکه کول هیر کړی دی په ښکاره ډول دایران په کورنیو چارو کښې لاسوهنه کوی او دعربو رسنیو دغه رسندوی حملې د ایران د۲۰۰۸میلادی کال په انتخاباتو کښې خپل اوج ته ورسیدې .د عربو هیوادونو د ډیموکراسۍ په وړاندې د ایران داسلامی جمهوریت ډیموکراسۍ د نا بیانولو وړ ده او دایران خلک کولای شی په ازادۍ او له هیڅ مشکل پرته په حکومتی چارواکو نیوکه وکړی خو له بده مرغه د عربو هیوادونو خلک یوازې دغاښونو په کلینک کښې خپلې خولې خلاصولی شی او دعربو هیوادونو خلک په حکومت د نیوکې او د اعتراض کولو هیڅ حق نلری .
خو په ایران کښې انتخابات په کومو زمینو کښې ترسره کیږی او کومې ځانګړتیاوې لری .
()
په یوې ډیموکراټیکې ټولنې کښې دا انتخابونکی او راې ورکونکی دی چې په خپلو رایو سره هغه کسان چې دیوه مقام او څوکۍ دترلاسه کولو لپاره یې دضروری وړتیا او صلاحیت لرونکی ګڼی انتخاب کړی او هغوې په څوکیو ګماری .
په ایران کښې دحکومت ټول اصلی ارکان جاری دی او رسمی حقوقی او سیاسی کړچارونه لری .
په دوې کښې یو ډګر د ایران د ولسمشرۍ انتخابات دی .
په ریاستی نظامونو کښې ولسمشر د حکومت د مشر په معنا دی چې اجرایی مسولیت لری .
په ریاستی نظامونو کښې دقواو ترمینځ تفکیک یعنی بیلتون شته او مجریه قوه له مقننه قوې خپلواکه ده .
د ولسمشرۍ د انتخاباتو یوه ترټولو مهمه ځانګړتیا داده چې دغه انتخابات په یوې ملی سویې کیږی او په ایران کښې چې د انتخاباتو نظام او سیسټم یې ریاستی دی او دخلکو نیغ په نیغه رایو سره کیږی نو ځکه خو ولسمشر هم دعمومی رایو په وسیله انتخابیږی او دهیواد ددوهم(۲) سړی په توګه د هیواد اداری او اجرایی چارې په لاس کښې اخلی او ولسمشر له ځانګړی قدرت څخه برخور دی په دې ډول چې دایران اساسی قانون ددغه سړی یعنی ولسمشر له مقام او شان سره متناسب ټول امکانات، سرچینې ، اختیارات ، دندې او قانونی حقوق په نظر کښې نیولی او معمولا ولسمشران په څلورو کلونو کښې دهیواد د اداره کولو لپاره ضروری وخت او احیانا ضروری توان لری .
ددغو انتخاباتو یوه(۱) بله ځانګړتیا دګډون کونکو انګیزه ده .
د رایو ورکونکو انګیزې هم سیاسی او هم اقتصادی دی .
او کله نه کله د رایو ورکونکو انګیزې ټولنیزې او کلتوری هم دی او اساسا هغه کسان چې د رایو صندوقونو ته ورځی له دغو انګیزو او هڅو سره متناسب هڅه کوی چې دغه انتخابات ترسره کړی .
دایران په اسلامی نظام کښې دغه انتخاب هم یو(۱) ډول حق ګڼل کیږی او هم یو(۱) ډول دنده .
()
د سیاسی علومو او دحقوقو نظریه وړاندې کونکی د حکومت ترټولو ښه بڼه جمهوریت ګڼی .
دایران داسلامی انقلاب ترټولو ستره او مهمه بریا هم دایران داسلامی جمهوری نظام تحقق دی چې پکښې د ولسی واکمنۍ او یا جمهوریت اصل د سیاسی انتصاب د الهی واکمنۍ او یا اسلامیت له اصل سره غږملتیا لری او د قانون په انسانی سرچینې نه بلکې دقانون په الهی سرچینې باور محترم ګڼل کیږی .
()
په ایران کښې انتخابات تقریبا د حکومت په ټولو سترو او حساسو برخو کښې چې ولسمشرۍ ، اسلامی شورا (پارلمان ) د رهبرۍ دخبرګانو جرګه چې په ضروری وختونو کښې دستر لارښود د انتخابولو مسولیت غاړ لری او دغه راز د ښار او دکلیو د اسلامی شوراګانو د جوړیدا لپاره ترسره کیږی .
دسیاسی مسایلو کارپیژاند صالح اسکندری وایی دایران د ښار اود کلیو داسلامی شوراګانو انتخابات یوه مهمه ځانګړنه او ضرورت لری چې په سیمه ایز ډول او په بل تعبیر په ځاېې توګه ترسره کیږی او دغه انتخابات زمونږ د کلیو استازی توب کوی او په حقیقت کښې ویلی شو په دغو انتخاباتو کښې یو ډول د هیواد فیډرالی بیلګه نندارې ته وړاندې کیږی او کوشش کیږی چارې نیغ په نیغه خلکو ته وسپارل شی .
د ایران د ښار او دکلیو دشوراګانو دانتخاباتو یوه بله ځانګړتیا د ګډون کونکو او رایو ورکونکو انګیزه او ډول ډول والی دی .
دسیاسی چارو کارپیژند صالح اسکندری زیاتوی دایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې په خورا توګه دیوې دندې او حق پاله کړچار پراساس سیاسی او اقتصادی انګیزې سبب کیږی رایې ورکونکی د رایو صندوقونو ته ورشی خو دښار او دکلیو داسلامی شورا په انتخاباتو کښې دخلکو سترې انګیزې ټولنیزې دی او خلک له سیاسی انګیزو ورتیر په دې پسې دی چې یو شمیر کسان چې د دښار د اداره کولو د متخصینو او دښاری مسایلو دمدیریت دمتخصینو په لیکه کښې دی انتخاب کړی چې ورځنیز مسایل وکولای شی دځاې مدیریت او د فیډرالی مدیریت له لارې تعقیب کړی .
()
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د ۱۳۹۲ هجری لمریز کال یعنی د ۲۰۱۳ میلاډی کال په مارچ میاشت کښې ټینګار کړی وو انتخابات دخپل برخلیک په ټاکلو کښې د دایران دملت دازادۍ او د شتون مظهر دی او په دې کړچار سره یې ډاګینه کړه :« تاسو چې کله ولسمشر انتخابوئ یعنی دهیواد ټولې اجرایی چارې دداسې سړی په لاس کښې ورکوئ چې تاسو منتخب کړی دی او د تاسو په راې او ارادې سره غوره شوی دی .کله چې تاسو د پارلمان استازی انتخابوئ ،یعنی دقانون جوړول او دغه راز په اجرایی کار څارنه داسې کسانو ته سپارئ چې تاسو هغه پیژندلی او انتخاب کړی مو دی .پردې اساس دا تاسو یاست چارواکی انتخابوئ . دغه کار د هیواد دچارو په اداره کولو کښې دخلکو دقدرت او دملت په وسیله د هیواد دبرخلیک په لاس کښې داخیستلو په معنا دی . دا کومه وړه خبره نه ده دا زمونږ لپاره هر څه دی »
()
په بل عبارت هغه کسان چې په هرو انتخاباتو کښې که د پارلمان استازی ، ولسمشر یا نور چارواکی پکښې انتخابیږی حقوقی او سیاسی اقتدار او روا والی له خلکو یعنی له رایو ورکونکو څخه ترلاسه کوی .
له دې کبله دی چې دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای انتخاباتو ته په کتنې کښې تل د رایو په انتخاباتو کښې دخلکو په خبر اګاهانه او په خبر ډول دچارواکو په انتخابولو ټینګار کړی دی .
ګرانو دوستانو په راتلونکی وینا کښې به د ایران د ولسمشرۍ د دولسمو(۱۲) انتخاباتو په اړه درسره نورې خبرې او بحث هم وکړو د خدای په امان .