د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو تبلیغات دوام لری
زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران د ولسمشرۍ د انتخباتو کاندیدانو پرون هم د خپلو تبلیغاتو په دوام کې د ایران بیلا بیلو ښارونو ته سفرونه او له داخلی خبری اژانسونو سره په مرکو کې خپل پروګرامونه وسپړل .
د ایران د ولسمشرۍ کاندید ابراهیم ریسی سادات پرون د شهر کرد د خلکو په ټول کې وینا وکړه . هغه همداراز اردبیل ته په سفر کې وویل په ایران کې په بیلا بیلو اقتصادی ډګرونو کې ډیر خالی ظرفیتونه موجود دی او د ای ټی په زمینه کې څلور برابره زیات روزګار پیدا کیدلې شی .
یوه بل کاندید سید مصطفی میرسلیم هم د اهواز د شهید چمران په پوهنتون کې د خلکو په ټول کې وینا وکړه او د هغو د مشکلاتو د اواری لپاره یې حل لارې وړاندې کړی .
د انتخاباتو یوه بل کاندید اسحاق جهانګیری هم د تهران په ازادۍ سټیډیم کې په خپله وینا کې په دې په ټینګار سره چی دولت د ایران د پرمختګ لپاره په راتولنکیو څلورو کلونو کې پروګرام لری ، وویل د ایران داخلی مشکلات به په راتلونکیو څلورو کلونو کې په تفاهم ، خبرو او ملی انسجام سره اواری شی .
د ایران د ولسمشرۍ یوه بل کاندید ښاغلی حسن روحانی هم د تهران په ازادۍ سټیډیم کې په خپله وینا کې وویل د هغه دولت به د ایران د قوانینو په چوکاټ کې ۲۰۳۰ سند ته پایبنده وی .
د انتخاباتو یوه بل کاندید محمد باقر قالیباف هم زمونږ له خبریال سره په مرکه په ایران کې د پینځه میلیونه روزګار د رامینځته کوږلو په اړه وویل د مسکن او کرهڼې په حوزو کې د رونق په شمول له سرچینو او رودو په استفادې سره دا اقدام عملی دې .
د انتخاباتو یوه بل کاندید مصطفی هاشمی طبا هم زمونږ له خبریال سره په خبرو کې په ټوریزم ، تولید ، صنعت ، تحقیق او نوښت په زمینه کې د روزګار په رامینځته کولو ټینګار وکړ .
د ایران د ولسمشرۍ انتخابات د می میاشتې په نولسمه نیټه ترسره کیږی .