په ایران کې انتخابات د دینی ولسواکۍ ننداره دی
(last modified Mon, 15 May 2017 13:22:34 GMT )
May 15, 2017 17:52 Asia/Kabul
  • په ایران کې انتخابات د دینی ولسواکۍ ننداره دی

زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران د ولسمشر د پارلیمانی چارو مرستیال حسینعلی امیری نن په تهران کې په یوه خبری غوڼده کې زیاته کړه د اسلامی جمهوریت د نظام یوه ځانګړنه چی په اساسی قانون کې یې ظهور پیدا کړی د هیواد اداره کول د خلکو د رایو په اساس دی .

ده جوته کړه د راتلونکی جمعې ورځې د انتخاباتو اساس د زیات مشارکت تحقق دې چی تل  پرې د اسلامی انقلاب معظم لارښود ټینګار کړې دې .

امیری جوته کړه ایران د ملی وحدت د پیاوړتیا او د دښمنانو د ناهیلی کولو لپاره  زیات ګډون ته اړتیا لری او دا زیات ګډون په نړیواله سویه د اسلامی ایران د نظام قدرت زیاتولې شی .

د ایران د ولسمشرۍ د دولسم پړاو او د اسلامی شوراګانو د پینځم پړاو انتخابات راتلونکی جمعې په ورځ ترسره کیږی .

 

 

ټیګونه