په انتخاباتو کښې ګډون دګواښونو په وړاندې دفاعی عامل دی .
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران دفاع وزیر دمی دمیاشتې دنولسمې(۱۹) نیټې په انتخاباتو کښې د خلکو پراخ ګډون دسلطې دنظام دګواښونو په وړاندې ترټولو ستر دفاعی عامل وباله .
هغه نن ددفاع وزارت دکارکونکو په ټول کښې دسیمې شرایطو او هغو خطرناکو دسیسو ته چې امریکا، صهیونیسټ رژیم او ال سعود رژیم د عربو د ناټو په چوکاټ کښې په سیمه کښې د جنګ ، د کړکیچ او د وینې دتویولو د دوام لپاره پلان کړی دی وویل په جمعې ورځې انتخاباتو کښې د اتحاد ، انسجام او د ملی قدرت نندارې ته په وړاندې کولو سره به ایران ددې جوګه وی چې له شرارت ډکه دسیسه شنډه کړی .
دایران دفاع وزیر حسین دهقان زیاته کړه دجمعې په ورځ د رایو په صندوقونو کښې دخلکو دګډون حماسه د اسلامی انقلاب دژوند او دبقا تضمینونکی دی او د اسلامی ایران د سرلوړۍ ، عزت او د پرمختګ دبخښلو دوام به وی .