مولوی بارکزی د ایران انتخابات د خلقو په لاسو د خپل برخلیک د ټاکلو یوه کامله نمونه وبلله
(last modified Tue, 16 May 2017 14:25:36 GMT )
May 16, 2017 18:55 Asia/Kabul
  • مولوی بارکزی د ایران انتخابات د خلقو په لاسو د خپل برخلیک د ټاکلو یوه کامله نمونه وبلله

د فراه ولایت یو دینی عالم په ایران کښې د انتخاباتو حالت ته په اشارې د دغه هېواد اننتخابات د خلقو په لاسو د خپل برخلیک د ټاکلو یوه کامله نمونه وبلله.

د مجازی رسنیو د نړیوالې اتحادیې د رپوټ له مخې د افغانستان د فراه ولایت یو دینی عالم مولوی محمد حسن بارکزی له دری نیوز سره په خصوصی مرکه کښې د انتخاباتو او په دینی متنونو کښې د خلقو د مشارکت مقام ته په اشارې سره له اوسنی حالت څخه د افغانستان د وتلو یوازېنۍ لاره  په سیاسی او اجتماعی ډګرونو کښې د خلقو فعاله شتون وبلۀ.

هغه د افغانستان د اوسنۍ ټولنې یو مشکل له حکومته د خلقو لرې والے او په نتیجه کښې د اننخاباتو په شان د ولسی مشارکت پیکه والے بیان کړ. او وې ویل:

د افغانستان خلق د سعودی په شان په حکومت کښې برخه نه لری

دغه دینی مبلغ په دوام کښې د سیمې او اسلامی نړۍ په نورو هېوادونو کښې د انتخاباتو د حالت څېړنه وکړه او وې ویل: «له بده مرغه په اکثرو اسلامی هېوادونو کښې په برخلیک ټاکونکو انتخاباتو کښې د ټولنې د مشارکت سطح ټیټه او پیکه ده. له هغو څخه عربو او د فارس خلیج هېوادونو ته چې په سر کښې یې سعودی دے اشاره کولې شوو چې هر څه د اوسنیو واکمنانو په لاسو ترسره کیږی او په دغو هېوادونو کښې د انتخاباتو په نامه څه څیز وجود نه لری.

د مولوی بارکزی د باور له مخې په ایران کښې د باچائۍ نظام له دړې وړې کېدو او د ډېموکریسی او اسلامی جمهوری حکومت له جوړېدو وروسته په هره دوره کښې د دې کتونکی یوو چې د هرې سیاسی ډلې او اړخ  ایرانیان  د خپلې خوښې کاندیدانو ته رائې ورکوی. هغه باوری دے  چې افغانستان هم که له اوسنیو ګډو وډو حالاتو څخه وتل غواړی  نو پکار دی  د ټولنې د سیاسی مشرانو په ټاکلو کښې موثره او فعاله کردار ولری نه دا چې حکومتونه د پردیو هېوادونو د سفارتخانو په دننه کښې د سیاسی سازبازونو له لارې تشکیل شی.

 

ټیګونه