په انتخاباتو کښې د خلقو له زوږه ډک ګډون، د ایران عزت، اقتدار او آبرو
د ولسمشرۍ، اسلامی شورا د جرګې، د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې او د ښارونو او کلیو د شوراګانو انتخابات د ایران په اسلامی جمهوری نظام کښې د انتخاباتو د موضوع د اهمیت ښودنه کوی.
د انتخاباتو اهمیت په دې وجه دے چې وړومبے د یو نظام د ولسی مقبولیت د اندازې ښودنه کوی او دویم د انتخاباتو په نتیجه کښې د هېواد مدیریت د یوې څلور کلنۍ دورې لپاره یو داسې کس ته حواله کیږی چې کابینه جوړه کړی. په حقیقت کښې خلق د ولسمشر په غوره کولو سره د خپل هېواد او خپل ځان برخلیک د یوې څلور کلنۍ دورې لپاره هغه ته سپاری.
د ایران اسلامی جمهوریت له هغو هېوادونو څخه دے چې د انتخاباتو مسئلې ته یې زیات اهمیت ورکړے دے. په دې مېنځومان کښې د ولسمشرۍ انتخابات په دې وجه چې له رهبرۍ نه وروسته د هېواد دویم کس دے یو خاص او زیات اهمیت او مقام لری. په هغو اتۀ دېرش کلونو کښې چې د اسلامی انقلاب له برکتناک عمر څخه تیر شوی دی د ولسمشرۍ د یولسو دورو انتخابات شوی دی او د شاندار اسلامی انقلاب د کامیابۍ په نهه دېرشم کال کښې هم د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو د یوې ترټولو مهمې دورې په جوړېدو کښې هم زیات وخت نه دے پاتے.