د انتخاباتو اصلی ګټونکی د ایران نظام او ؤلس دی
زموږ د خبریال د راپور په اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود؛ د جمعی ورځې انتخابات، ملی جشن؛ ؤلسی ستره حماسه، او د نړیوالو د سترګو په وړاندی، د اسلامی ؤلسواکۍ د نوی او جذابی مفکورې یوه ځلا وبلله.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود«حضرت آیت الله العظمی خامنه ای» نن د ایران د زرګونو خلګو په کتنه کی، په یو لړ مهمو ویناؤو کی؛ د رایی صندوقونو ته د خلګو د پراخ شتون په ضرورت باندی په ټینګار سره، وویل: د جمعې په ورځ؛ هر څوک رایه وګټی، د انتخاباتو؛ د ایران د ؤلس او د اسلامی جمهوریت د نظام اصلی ګټونکئ دئ.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود، د ایران انتخابات؛ د نړۍ د سیاستوالو د سترګو په وړاندی د اسلامی ؤلسواکۍ، د نوې او جذابی مفکورې ننداره وبلله، او زیاته یی کړه: دینی ؤلس واکې د ایران د اسلامی جمهوریت او امام خمینی ره په وسیله، بشریت ته وړاندی شوه، او د ایران ملت به د جمعې په ورځ؛ د دغې نوی مفکورې ځلا، د نړیوالو د سترګو په وړاندی ننداری ته کیږدی.
دوی ټینګار وکړ: په ایران کی د جمعې ورځی انتخابات به، په امریکا او اروپا کی د مسؤلانو او مختلفو ارګانونو؛ او په سیمه کی د امریکی د پیرو کارو دولتونو، او همداراز د صهیونیسټی رژیم د مقاماتو تر پام لاندی وی؛ ترڅو ووینی د ایران خلګ، په څرنګه روحیې او په کومه کچه، د انتخاباتو ډګر ته ګام ایږدی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز د آسیا په لویدیځه سیمه او د افریقی په شمال کی، موجودې پراخی نا امنۍ ته په اشارې سره، وویل: پداسی یو نا امنه ماحول او محیط کی؛ د ایران اسلامی جمهوریت په الهی لطف او مهربانۍ سره، په کامل امنیت او آرامتیا، د انتخاباتو د ترسره کولو په تکل کی دئ.
حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، د سیمی د ؤلسونو لپاره د آزادو او رقابتی انتخاباتو ترسره کیدل؛ چی دولتونه یی د امریکی تر ملاتړ او سلطې لاندی دی؛ یو آرمان او خیال وباله، او ډاګینه یی کړه: په ډګر کی؛ او د رایی د صندوقونو په وړاندی د ایران د خلګو د شتون پیغام، د اسلامی جمهوریت له نظام سره د خلګو د مینې او اعتماد ښودل دی.