دانتخاباتو په درشل کې داسلامی ایران پولې له لوړامنیته برخمنې دی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دایران داسلامی جمهوریت دپولیسو د پوله ساتی ځواک قوماندان وویل و دایران سرحدی ځواک له هرډول ناکراریو په تیره بیا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې له هرډول ناندریو او ناامنیو سره د جدی چلند لپاره تیار دی .
د ایران دپولیسو دسرحدی ځواک قوماندان سردار پاسدار قاسم رضائی نن دایران دختیځ په سستان او بلوچستان ولایت کې په یولړ څرګندونو کې دراتلونکی جمعې ورځې دایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې دایران پر پولو د اطلاعاتی اوعملیاتی مسلط کیدو او پوله ساتونکو پر بشپړ چمتووالی په ټینګار سره وویل، دایران د پوله ساتی ځواک داطلاعاتی او رزمی لوړتیا تیارئ دسیمې د ترهه ګرو ډلو لپاره یو جدی او سخت پیغام لری .
سردار قاسم رضائی ترهه ګرو ډلو ته په خبرداری وکرولو سره وویل دیران سرحدی ځواک په بشپړ هوښیارۍ اوتیارسی سره دایران داسلامی جمهوریت سپیڅلی پولې ساتی .
د ایران دپولیسو دسرحدی ځواک قوماندان همداراز دایران په ختیخ کې د پوله ساتونکی ځواک هلوځلو اوزیار او دسیمې له اشرارو سره په مبارزې کې بشپړ تیاری ته په اشارې سره وویل ، دایران سرحدی ځواک ، په سیمې کې دخپلو جدی هلو ځلو ترڅنګ په ګډو پولو کې دپاکستان دپوله ساتونکو مامورانو دشتون او مسئولیّت منلو لپاره جدی غوښتنه کوی .