د ولسمشرۍ په سبانیو ټاکنو کښې د نړۍ په ۱۰۲ هیوادونو کښې استوګن ایرانیان راې ورکوي
له هیواده بهر د ا یران د ولسمشرۍ د دولسم پړاو پر انتخاباتو د څارنې د کمیټې مشر وویل: د ایران د ولسمشریزو ټاکنو دا پړاو د نړۍ د ۱۰۲ هیوادونو به ۳۱۰ څانګو کښې ترسره کیږي.
د ایرنا د خبر له مخې حسن قشقاوي نن وویل: په امریکا کښې به ۵۵ څانګې، په متحده عرب اماراتو کښې ۲۱، په عراق کښې ۲۲ او په انګلستان کښې به ۱۲ څانګرې په دغو هیوادونو کښې له استوګنو ایرانیانو څخه راې واخلي. هغه زیاته کړه: دې ټکي ته په پام سره چې په کاناډا کښې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره سلامشورې کامیابې نه شوې، وټاکله شوه چې له امریکې سره د کاناډا په سرحد کښې د رایه اخیستنې د څو مرکزونو په جوړولو سره په کاناډه کښې له استوګنو ایرانیانو راې واخیستی شي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د کنسولي او پارلیماني چارو مرستیال له راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو په بهر کښې د استوګنو ایرانیانو هرکلي ته په اشارې سره وویل: د انتخاباتو د اجرا او پرې د څارنې لپاره ضروري اقدامات شوي او د راې کاغذونه یا بیلِټ پیپرز هم دغو مرکزونو ته لیږل شوي دي.
قشقاوي زیاته کړه چې په بهرنیو هیوادونو کښې رایې اخیستنه به په ځايي وخت د سهار له اتو بجو پیلیږي او د مازیګر تر شپږو بجو به دوام ولري خو په دغو هیوادونو کښې د ایران سفیران او نمایندګۍ د ضرورت په بڼه کښې د راې اخیستنې وخت زیاتولی شي.