خلک دې په ټاکنو کښې زوږناک ګډون وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i47814-خلک_دې_په_ټاکنو_کښې_زوږناک_ګډون_وکړي
د تقلید مراجعو ټینګار وکړ چې خلک دې په انتخاباتو کښې په پراخ او ولوله ناک شتون سره د دښمنانو هیله په نهیلۍ بدله کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2017 13:24 Asia/Kabul
  • خلک دې په ټاکنو کښې زوږناک ګډون وکړي

د تقلید مراجعو ټینګار وکړ چې خلک دې په انتخاباتو کښې په پراخ او ولوله ناک شتون سره د دښمنانو هیله په نهیلۍ بدله کړي.

د ایرنا د خبر له مخې په ایران کښې د تقلید مراجعو ناصر مکارم شیرازي، حسین نوري همداني، عبدا... جوادي آملي او سید محمد علي علوي ګرګاني په جلاجلا ویناو کښې د ایران ولس د ولسمشریزو انتخاباتو په دولسم پړاو، د کلیو او ښاري شوراګانو د ټاکنو په پنځم پړاو او همداشان د اسلامي شورا په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې ګډون ته وبلل.

آیت ا... مکارم شیرازي د ایران د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کښې ګډون ته د خلکو په بلنې سره ټینګار وکړ: کوم کاندید چې اصلح ګڼئ راې ورکړئ.

د تقلید دغه مرجع زیاته کړه: د سیالۍ فضا دې په ایران کښې د دښمنۍ رامینځته کولو لپاره غلیمانو ته د ناوړه استفادې فرصت ورنه کړي.

آیت ا... حسین نوري همداني هم ټینګار وکړ: په انتخاباتو کښې ګډون کول یوه دنده ده او خلک باید په دې ټولټاکنو کښې په پراخه پیمانه ګډون وکړي او پوه دې شي چې هره راې، پر دښمن د غشي یو ګوذار دی.

همداشان آیت ا... عبدا... جوادي آملي هم په یوه خبرپاڼه کښې د ایران د ستر ولس ټولې پرګنې په انتخاباتو کښې زوږناک، حماسي او عاقلانه ګډون ته وبلل.

آیت ا... علوي ګرګاني هم دینداري، تقوا، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر پیروي او د ولس لپاره زړه سوزول د انتخاب لپاره د مناسب کس له خصوصیاتو وبلل.