ایرانې ملت به نن په انتخاباتو کې په پراخ ګډون سره یوه بله تلپاتی حماسه راوپنځوی
زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران د ولسمشرۍ او شوراګانو د انتخاباتو لپاره نن سهار اته بجې په درست اسلامی ایران او له هیواده بهر د رایو ورکول پیلیږی .
د ایران د انتخاباتو د کمیټۍ د مسولانو د اعلان په اساس شپږ پنځوس میلیون او څلور لکه لس زره او دوه سوه شپږ دیرش کسان د رایو ورکولو په شرایطو پوره دی چی پکې یو میلیون درې نیم لکه دوه سوه څلور نوی کسان د لومړی ځل لپاره رایه ورکوی .
د انتخاباتو لپاره درې شپیته زره څلور سوه نهه ویشت مرکزونه د میلیونونو کسانو د رایو د اخیستلو لپاره چمتو دی .
د ولسمشرۍ د انتخاباتو د قانون د ۲۰ مادې په اساس په ایران او بهر کې د رایو اخیستل په یوه ورځ او لسو ساعتونو کې ترسره کیږی او د ضرورت په بڼه کې د تمدید وړ دی .
د ایران د کورنیو چارو د وزیر د اعلان په اساس د رایو ورکول به نن له سهار اتو بجو پیلیږی او تر شپږو بجو پورې به دوام لری چی البته دا وخت د کورنیو چارو د وزیر په حکم تمدیدلې شی .
د ایران ولس به نن په انتخاباتو کې په خپل ولولناک او پراخ ګډون سره یو ځل بیا یوه بله حماسه راوپنځوی چی دا حماسه د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام د دښمنانو د ناهیلۍ او د دوستانو د خوشحالۍ سبب کیږی .