د تهران د جمعې لمانځه خطیب په انتخاباتو کښې د ایراني ولس پراخ ګډون وستایه
(last modified Fri, 19 May 2017 10:28:25 GMT )
May 19, 2017 14:58 Asia/Kabul
  • د تهران د جمعې لمانځه خطیب په انتخاباتو کښې د ایراني ولس پراخ ګډون وستایه

د تهران د جمعې د لمانځه خطیب د رایه ورکونې په مرکزونو کښې د ایران د خلکو پراخ او پرتمین شتون ډیر مهم وباله.

آیت ا... محمد علي موحدي کرماني د تهران د دې جمعې د لمانځه په خطبو کښې د ایران د ولسمشرۍ او د کلیو او ښارونو د اسلامي شوراګانو د انتخاباتو ترسره کیدو ته په اشارې سره زیاته کړه: د ایران خلک د راې ورکونې په مرکزونو کښې یو آزاد او له بشپړ امنیت سره مل شتون لري چې دا خبره ډیره مهمه ده.

د تهران د جمعې لنډمهاله خطیب څرګنده کړه: د ایران بشپړ امنیت او آزادي په داسې حال کې ده چې د نړۍ په ډیرو هیوادونو کښې ناامني روانه ده او هغوي په ایران کښې له موجودې آزادۍ هک حیران دي او د ایران په شان امنیت د لرلو په ارمان دي.

موحدي کرماني څرګنده کړه: د ایران ارامښت، امنیت او ازادي د ایران د ولس د وحدت، ایمان او انقلابي روحیې په سیوري کښې ترلاسه شوي دي.

هغه همداشان د اسلامي ایران د پوځي او دفاعي توان پیاړتیا ته په اشارې سره وویل: وسله وال ځواونه د ایران په اقتدار کښې ډیر مهم رول لوبوي.

آیت ا... موحدي کرماني همداشان د ترهګرو ډلو په وړاندې د عراق او سوریې د پوځي او ولسي ځواکونو د بریاو په وجه د دغو هیوادونو ولسونو او حکومتونو ته مبارکي ورکړه.

د تهران د جمعې د لمانځه موقته امام په امریکا کښې دننه او بهر د دغه هیواد له ولسمشر څخه سختې کرکې ته په اشارې سره وویل: د مینځني ختیځ سیمې له ترهګرو ډلو او صهیونیسټي رژیم څخه په ملاتړ کښې د امریکې د حکومت سیاستونه په نړۍ کښې د واشنګټن د ذلت او خوارۍ سبب شوي دي.

 

ټیګونه