ایران د شیخ عیسی قاسم پر کور د آل خلیفه ځواکونو حمله وغندله
(last modified Tue, 23 May 2017 16:53:42 GMT )
May 23, 2017 21:23 Asia/Kabul
  • ایران د شیخ عیسی قاسم پر کور د آل خلیفه ځواکونو حمله وغندله

د ایران د خارجه وزارت ویاند د منامې په الدُراز سیمې د بحرین رژیم د امنیتي ځواکونو یرغل او د دغه هیواد د لوړرتبه عالم شیخ عیسی قاسم د کور حریم ته د هغوي ننوتل وغندل.

د ایسنا د خبر له مخې بهرام قاسمي څرګنده کړه: د بحرین رژیم  د شیخ عیسی قاسم پر کور په برید او د دغه هیواد د لس هاو بې دفاع خلکو په وهلو ټکولو سره په بحرین کښې موجوده وضعه لا پيچلې کړه.

قاسمي د بحرین د پلازمینې په الدراز سیمه کښې د شیخ عیسی قاسم په کور او معترضانو باندې د آل خلیفه رژیم د امنیت ځواکونو ننی تیری د دغه هیواد محاسباتي غلطي وبلله او ټینګار یې وکړ چې د بحرین د خلکو ځپل او د هغوي خلاف د مذهبي او قبیله ایزو کړچارونو غوره کول په دغه هیواد کښې د کړکیچ له هواري سره هیڅ مرسته نه کوي او د سوله ایزو اعتراضونو بهیر نه شي بندولی.

نن د شیخ عیسی قاسم په کور باندې د آل خلیفه رژيم د ځواکونو له برید سره هم مهاله د دغه هیواد سل هاو کسانو د خپل مشر دیني عالم د کور په خوا کښې تجمع وکړه.

په یادو نښتو کښې یو تن وژل شوی او سل تنه زخمي شو ي دي.

 

ټیګونه