قاسمی: د بحرېن د خلقو په خلاف د آل خلیفه تشدد به زیات منفی اثرات ولری
(last modified Wed, 24 May 2017 11:08:51 GMT )
May 24, 2017 15:38 Asia/Kabul
  • قاسمی: د بحرېن د خلقو په خلاف د آل خلیفه تشدد به زیات منفی اثرات ولری

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د بحرېن د خلقو او دینی عالمانو په خلاف د دغه هېواد د حکومت د تشدد د منفی اثراتو په باره کښې خبردارے ورکړ.

د بحرین د نامتو دینی عالم شېخ عیسی قاسم د یو کال قېد او د اموالو د مصادره کولو په اړه د دغه هېواد د محکمې له فېصلې او د ولسی احتجاجونو له سختېدو وروسته د آل خلیفه رژیم ځواکونو پرون مازیګر په د شېخ عیسی قاسم د اوسېدو په ځاے الدراز سیمه باندې حمله وکړه چې پکې پینځه تنه ووژل شول او له سلو نه زیات ژوبل شول او همدا رنګ تقریباً درې سوه نور هم ونیول شول.

بهرام قاسمی نن زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې وویل: د شېخ عیسی قاسم په خلاف دغه احکام مذموم، د قبول نه وړ او ناخوښه دی او هغه شناخت ته چې هغوی یې له خپلې ټولنې او د هغوی له چاپېریال څخه لری دغه تشدد به د بحرېن په حکومت باندې منفی اثرات ولری. قاسمی زیاته کړه د بحرېن واکمنان پکار دی دا خبره زده کړی چې د خپل هېواد د خلقو په توان او قوت باندې ملا وتړی ځکه چې دا چاره د هغوی لپاره له دې نه زیاته ګټوره ده چې وغواړی د پردیو قوتونو لوری ته د کاسب کارۍ لاس وغزوی.د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همدارنګ د بحرېن د خلقو په خلاف  د دغه هېواد د حکومت تاوتریخوالی ته د نړیوالو او بشری حقوقو د ټولنو په بې پامۍ باندې په نیوکې سره وویل: نړیوالې ټولنې د بشری حقوقو د مسائلو په باره کښې دوه رنګه معیارونه لری چې دا څه نوې موضوع نه ده.

 

ټیګونه