د بهرانیانو لاسوهنې او نیواکګرۍ د مینځنی ختیځ خلک له آزادۍ محرومه کړی دی
(last modified Wed, 19 Jul 2017 01:56:05 GMT )
Jul 19, 2017 06:26 Asia/Kabul
  • د بهرانیانو لاسوهنې او نیواکګرۍ د مینځنی ختیځ خلک له آزادۍ محرومه کړی دی

د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: بهرنی نیواک، جنګ او جګرو او د بهرنیو قدرتونو مداخله غواړو سیاستونو د مینځنی ختیځ خلک نه یواځې له خپلو طبیعی زیرمو او شتمنۍ څخه بلکه د کرامت له نعمته او همداراز له آزادۍ څخه محرومه کړی دی.

زمونږ خبریال د راپور له مخې، محمد جواد ظریف پرون د ملګرو ملتو د ټولنیزې او اقتصادی شورا په غونډه کښې زیاته کړه: د ایران اسلامی جمهوریت د بهرنیو شورشونو او سیاستونو په رڼا کښې د عراق له تپلی جنګه واخله  د امریکا تر بندیزونو پورې، د پام وړ لاسته راوړنې ترلاسه کړی دی.

ظریف همداراز د سوریې، عراق، افغانستان، لیبیا او یمن کرکیچونه د بشر لپاره  ترټولو ترخه غمیزناکه بیلګه وبلله.

 

ټیګونه