د یمن په دریو ښارونو باندې د سعودي د یرغلګر ائتلاف پراخ هوایي بریدونه
د سعودي یرغلګر ائتلاف جنګي الوتکو بیا ځلي د یمن په مارب، البیضا او صعدې ولایتونو کې پراخ بمبارۍ کړي دي.
د سعودي ائتلاف نیواک ګر ځواکونه د جګړې په مېدان کې د خپلو ناکامیو د جبران په موخه په پرلپسې توګه اته ځلي د مارب، صعدې او البیضا په ولایتونو باندې درنې بمبارۍ کړي دي.
د دې راپور سره سم، د مارب په ولایت کې په تېره بیا د صراوح په ولسوالۍ باندې لږ تر لږه ۵ ځلي او د البیضا په ناطع ولسوالې باندې ۲ ځلي بمبارۍ کړي دي.
همدارنګه د صعدې د ولایت په کتاف ولسوالۍ باندې هم څو ځلي درنې بمبارۍ شوي.
دغه بریدونه داسي مهال تر سره کیږي چي د یمن ولسي ځواکونو او فوځي سرتېرو په وروستیو ورځو کې د البیضا له ولایت څخه د سعودي ائتلاف نیواک ګر ځواکونه یې په شا تمبولي دي.
عربستان د امریکې، امارات او څو نورو هیوادونو په ملاتړ له ۲۰۱۵ میلادي کال را په دې خوا په یمن یرغل کړی او د دې هیواد ټولي هوایي، سمندري او ځمکني لاري یې د درملو او خوړو د وارداتو په مخ تړلي دي.