د يمن د جنګ ختمولو لپاره نوي مېنځګړيان
يو يمني وېبپاڼې په يمن کښې د صلحې د موافقې د ترلاسه کېدو لپاره د عمان او کويت لخوا د نوي مېنځګړيتوب خبر ورکړ.
د عدالت او ترقۍ د مطالعاتو تحقيقاتي ادارې په نقل سره د المشهداليمني وېبپاڼې د رپوټ له مخې کوېت او عُمان به په يمن کښې د صلحې موافقې ته د رسېدو لپاره نوې سفارتي هلې ځلې ترسره کړي.
د دغه رپوټ له مخې د فارس خليج د څنډې دغو دواړو هېوادونو په يمن کښې د دائمي صلحې موافقې ته رسېدو په غرض د دغه هېواد د بحران له لورو سره سفارتي تماسونه ټينګ کړي دي.
دا خبر په داسې حال کښې خپريږي چې پرون د نهې په ورځ روئيټرز خبري آژانس د فارس خليج د ملګرتيا په شورا کښې د ځينو عربو چارواکو په نقل سره رپوټ ورکړ، دغې شورا فېصله کړې ده چې په يمن ښکېلو لور ته په سعودي کښې د يوې غونډې جوړولو لپاره بلنه ورکړي.
يمني چارواکو دغه خبر دروغ بللے او ورباندې يې نيوکه کړې ده.