اسلامی شورا دامریکاغلیمانه اوترهه ګرواقداماتوسره دمقابلې دپلان کلیات تصویب کړل
په سیمه کښې د امریکا له بلا غوښتونکو او ترهګرو اقداماتو سره د مقابلې طرحه، د ایران د اسلامی شورا د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیشن د ټولو غړیو په مثبتو رایو سره تصویب شوه.
د ایران د اسلامی شورا د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیشن غړیو نن په یوه مهمه غونډه کښې د د دغه هیواد د خارجه وزیر د نړیوالو او حقوقی چارو د مرستیال عباس عراقچې په شتون کښې، په سیمه کښې د امریکا له بلا غوښتونکو او ترهګرو اقداماتو سره د مقابلې طرحه وجاجوله.
په سیمه کښې د امریکا له بلا غوښتونکو او ترهګرو اقداماتو سره د مقابلې طرحه، د ایران د اسلامی شورا د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیشن د ټولو غړیو په مثبتو رایو سره تصویب شوه.
د ایران د اسلامی شورا د ملی امنیت او بهرنی سیاست کمیشن په راتلونکې غونډه کښې چې احتمال لری، په راتلونکې اونۍ کښې جوړه شی، په سیمه کښې د امریکا له بلا غوښتونکو او ترهګرو اقداماتو سره د مقابلې د طرحې جزئیات څیړی.
په عین حال کښې، د ایران د اسلامی شورا د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیشن مشر علاؤ الدین بروجردی د دغه غونډې په پای کښې ټینګار وکړ: په سیمه کښې د امریکا له بلا غوښتونکو او ترهګرو اقداماتو سره د مقابلې د طرحې تصویبیدا، د امریکا د کانګرس د اقدام په وړاندې د ایران په اسلامی شورا کښې د بشپړه وحدت ښودونکې ده.
په نړیوالو او حقوقی چارو کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال عباس عراقچی هم له دغه غونډې وروسته د خبریالانو په ټول کښې د امریکا، د نویو ایرانی ضده بایکاټونو د قانون په اړه، د امریکا په دغه نوی قانون سره د برجام د شپږ ویشتمې، اته ویشتمې او نهه ویشتمې مادې د چخڼی کیدا خبر ورکړ او څرګنده یې کړه: ایران به د کانګرس دغه قانون ته سخت ځواب ورکړی . هغه ټینګار کړی ،دایران خارجه وزارت په هغې مسودې سره چې داسلامی شورا دبهرنی سیاست دکمیشن غړو دامریکا د نوو بندیزونو په باب برابره کړې ده ، بریالی دی او ضرورت لری ، دامریکا دوحشی ډوله اوغلیمانه اقدام ته چې پر جامعې ایتمی موافقې اغیزې شیندلی شی ، او دایران اسلامی جمهوریت ګټې کمولی شی ، چورلټ ځواب ورکړی .
دامریکا کانګرس د جولائی په پنځویشتمه نیټه دایران دبندیزونو جامع پلان په ۴۱۹مثبتو رایو سره تصویب کړی او دغه راز دامریکا مشرانو جرګې هم دجولائی په ۲۷نیټه دغه پلان ته رایه ورکړه ..