داسلامی ایران لومړیتوب له ګاونډیانوسره ښې اړیکې درلودل دی
جواد ظریف ویلی دی که څه هم ایران دعربستان دحکومت له ډیرو سیاستونو سره مخالفت لری ، خو دتهران سیاست تل له ګاونډیانوسره دښو اړیکو درلودل دی او هیڅکله هم له ګاونډیو هیوادونو سره داړیکو په غوڅولو پسې نه دی .
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن دیولسم حکومت دکابینې د وروستۍ غونډې ترڅنګ دخبریالانو په ټول کې په استانبول کې دسعودی عربستان له خارجه وزیر عادل الجبیر سره ستړی َمشی په نړیوالو غونډو کې یوه طبیعی چاره وبلله او زیاته ئې کړه ، په نړیوالو غونډو کې دغه شان پیښې طبیعی دی او هغه کسان چې په دغه شان غونډو کې ګډون کوی له یوه بل سره مخامخیږی .
هغه روښآنه کړې ، که څه هم ایران دعربستان دحکومت له ډیرو سیاستونو سره مخالفت لری ، خو دتهران سیاست تل له ګاونډیانوسره دښو اړیکو درلودل دی او هیڅکله هم له ګاونډیو هیوادونو سره داړیکو په غوڅولو پسې نه دی .
هغه روښآنه کړې ، دایران دغه سیاست دمتقابل احترام او دعاقلانه سیاستونو په اساس او همداراز دسیمې له خلکو سره مناسب چلند او دمزاحمت نه رامینځةکول دی
دایران خارجه وزیر همداراز دامریکا دحکومت له خوا دجامعې ایټمی موافقې دخلاف ورزیو په مقابل کې دایران متقابل اقدام په باب هم ووئیل ، د ایران لومړنی اقدام دجامعې ایټمی موافقې له خلاف ورزۍ سره دمقتابل اقدام لپاره د اسلامی شورا دمسودې تصویبیدا او نور سیاسی اوحقوقی اقدامات هم پلان شوی دی چې په مناسب وخت کې به اجرا شی .
دایران خارجه وزیر همداراز داسلامی ایران په ضد دپروپیګنډو او ل ایرانه د ویرولو دپروسې ختمول دایران دحکومت دبهرنی سیاست په حوزې کې خپل خوراځانګړی کړچار وبالۀ .