دایران دخارجه وزارت کنسولی پلاوی مدینې منورې ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i53384-دایران_دخارجه_وزارت_کنسولی_پلاوی_مدینې_منورې_ته_ورسید
ایرناخبری آژآنس راپورورکړ د سعید خرازی په مشرۍ دایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت لس کسیز پلاوی مدینې منورې ته رسیدلی او سعید خرازی مدینې ته په رسیدو سره وئیلی دی ، دحج دمناسکو په شپو ورځو کې به دغه پلاوی ایرانیو حاجیانو ته دکنسولی خدماتو د وړاندې کولو لپاره شپه ورځ هڅه وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 04, 2017 01:05 Asia/Kabul
  • دایران دخارجه وزارت کنسولی پلاوی  مدینې منورې ته ورسید

ایرناخبری آژآنس راپورورکړ د سعید خرازی په مشرۍ دایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت لس کسیز پلاوی مدینې منورې ته رسیدلی او سعید خرازی مدینې ته په رسیدو سره وئیلی دی ، دحج دمناسکو په شپو ورځو کې به دغه پلاوی ایرانیو حاجیانو ته دکنسولی خدماتو د وړاندې کولو لپاره شپه ورځ هڅه وکړی .

مدینې منورې ته په  رسیدو سره  د دغه  لس کسیز ایرانی پلاوی  تود هرکلی  هم  د ایران د حج او زیاراتو د   ادارې د مدینې  منورې   د کمیټې مشر  اکبر رضائی او  نورو مسئولانو  کړی دی . 

  دحج اوزیاراتو په چارو کې د ولی فقیه  استازی  حجة الاسلام  سید علی قاضی عسګری هم  د دغې ادارې او    درهبرۍ دبعثې  دپلانونې اوغږملونې  دشورا په غونډې کې   دحج  دچارو له چاروالو  سره   په کتنې کې د  اسلامی  انقلاب دمعظم لارښود   ولولناکې وینا ته  په  اشارې سره   وئیلی دی ،   په هغه  له خاطرو ډک آرامښت سره چې    له دغو څرګندونو   دحج اوزیاراتو   په ډګر کې   په خلکو او  خدمت کونکو کې  رامینځةشوی ،  د آرام او غوره حج   دترسره کیدا لپاره  ئې  ښه شرائط برابر کړی دی.

  د قاضی  عسګر په وینا ،  پرون تر ماسپښین پورې   مدینې منورې ته   کابو اته زره ایرانی حاجیان  رسیدلی دی .

سږکال   دحج په مناسکو کې   کابو  شپږ ایتا  زره پنځه سوه ایرانی حاجیان   ګډون کوی.