د ایران خارجه وزیر له څلور ورځني سفر وروسته هیواد ته راستون شو
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر ترکیې، آذربایجان جمهوریت او نخجوان خودمختاره جمهوریت ته له څلور ورځني سفر وروسته تهران ته راستون شو.
محمد جواد ظریف تیره سه شنبه د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر حسن روحاني سره یوځاې د سوریې د کړکیچ ا د آستانه د بهیر په لړ کښې د ایران، روسيې او ترکیې د ولسمشرانو په درې اړخیزه غونډه کښې د ګډون لپاره انقره ته تللی و.
د ایران خارجه وزیر په یاده غونډه کښې له ګډون کولو وروسته د زیارت په شپه د آذربایجان جمهوریت پلازمینې باکو ته لاړ څو د ناپیئلي غورځنګ د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کښې برخه واخلي.
ښاغلي ظریف په دغه غونډه کښې له ګډون او پکښې د وینا کولو ترڅنګ د یادې غونډې له ځینو ګډونوالو میلمنو سره ملاقاتونه وکړل.
هغه د شمالي کوریا، لیبیا، افغانستان، فلسطین، هندوستان، صربیا او ونزویلا له خارجه وزیرانو او د سوریې او کیوبا د پلاویو له مشرانو او همداشان د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ له مشر سره د دوه اړخیزو اړیکو، نړیوالو مسائلو او د ناپيئلي غورځنګ په هکله خبرې اترې وکړې.
د اسلامي ایران خارجه وزیر بیا پرون جمعه د نخجوان د خودمختاره جمهوریت د چارواکو په بلنه دغې سیمې ته لاړ او د هغې د عالي شورا له مشر واصف طالب اف سره یې وکتل او د د دوه اړخیزو ملګرتیاو د مختلفو اړخونو په باب یې ورسره خبرې اترې وکړې.