روحاني: تهران او ماسکو د سټراټيجکو تعلقاتو په لار کښې شتون لري
(last modified Mon, 09 Apr 2018 15:31:03 GMT )
Apr 09, 2018 20:01 Asia/Kabul
  • روحاني: تهران او ماسکو د سټراټيجکو تعلقاتو په لار کښې شتون لري

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په دې باندې په تاکيد سره چې تهران او ماسکو د بشپړه سټراټيجکو تعلقاتو په لار کښې شتون لري وويل: د ايران او روسيې دوه اړخيز، سيمه ايز او نړيوال تعلقات په وروستيو کلونو او تېرو لسيزو کښې په بشپړه توګه ځانګړي وو او دي.

ډاکټر حسن روحاني نن مازيګر په تهران کښې د روسيې د ډوما د مشر وياچسلاو ولودين په کتنه کښې وويل: د سيمې له ځينو هېوادونو سره د ايران او روسيې د درې اړخيزو تعلقاتو او ملګرتياو ټينګېدل يو ارزښتناک اقدام دے او له دا ډول ظرفيتونو څخه استفاده به د سيمې د ملتونو د ګټو په چوکاټ کښې وي.

د ايران ولسمشر د دې په بيانولو سره چې د روسيې په وړاندې د لويديځ لخوا د خنډونو اچول او د مشکلاتو رامنځته کول د ايران لپاره د درک وړ دي څرګنده کړه، دغه مشکلات په سيمه کښې د ايران لپاره هم موجود دي چې ورسره د مقابلې لپاره ضروري ده چې ايران او روسيه په نړيوالو مسائلو کښې ډېر نزدې تعلقات او ملګرتياوې ولري.

د روسيې د دوما مشر وياچسلاو ولودين هم په دغه کتنه کښې په وروستيو کلونو کښې د تهران او ماسکو د تعلقاتو پراختيا د ايران  او روسيې د ولسمشرانو د ښو تعلقاتو په وجه وبلله  او وې ويل، د روسيې پارلېمان د تعلقات د پراختيا لپاره  د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له فېصلو او موافقو څخه ملاتړ کوي.

 

ټیګونه