ولسمشر روحاني د ایران د ځلمیانو د تکوانډو ټیم د اتلولۍ مبارکي وویله
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بیګا په یو پیغام کښې د تیونس په نړیوالو سیالیو کښې د ایران د ځلمیانو د تکوانډو د ملي ټیم د مقتدرانه اتلولۍ مبارکي وویله.
ولسمشر حسن روحاني په دغه پيغام کښې ویلي دي: په نړۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت داسې ویاړمنه ځلیدا او د دې هیواد د بیرغ پورته کیدل او د اسلامي ایران د ملي سرود غږیدل د هر ایراني کور ته د خوشالۍ او هیلې وږمه ډالۍ کوي او د راتلونکو بریاؤ د ترلاسه کولو زیری ورکوي.
د ایران د ځلمکیانو د تکوانډو ملي لوبډلې په تیونس کښې په شویو نړیوالو سیالیو کښې د سرو زرو د اوو او د برنز یا زیړو د دوو میډلونو په ګټلو او د ۱۰۷ پواینټونو په ترلاسه کولو سره د نړۍ اتل شو.
د ۲۰۱۸ کال د کم عمره ځلمیانو د تکوانډو نړیوالې سیالۍ له ۱۱۸ هیوادونو د ۹۵۰ هوګوپوشو په ګډون، تیره دوشنبه د تیونس په الحمّامت ښار کښې پيل شوې او پرون جمعه پاې ته ورسیدلې.