د ايران او ترکيې د تعلقاتو په پراختيا د روحاني او اردوغان تاکيد
(last modified Tue, 17 Apr 2018 15:33:49 GMT )
Apr 17, 2018 20:03 Asia/Kabul
  • د ايران او ترکيې د تعلقاتو په پراختيا د روحاني او اردوغان تاکيد

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر او د ترکيې ولسمشر د دواړو هېوادونو د ملګرتياو په پراختيا تاکيد وکړ.

ډاکټر حسن روحاني نن له رجب طيب اردوغان سره په ټيلفوني تماس کښې د دلچسپۍ وړ ټولو زمينو کښې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو له مخکې نه د زياتې پراختيا او ژورتيا د دواړو ملتونو غوښتنه وبلله او تاکيد يې وکړ، د موافقو د اجرا چټکتيا به دغه مخ په پراختيا تعلقات لا ګړندي کړي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر همدارنګ د ايران او ترکيې د همفکرۍ او صلاح مشورو دوام په سيمه کښې د صلحې د ګډو دوستانه اهدافو په مخ بيائلو لپاره ضروري وبلۀ او په سوريې کښې د وروستيو ورځو بدلونونو ته په اشارې سره يې وويل: دواړه هېوادونه پکار دي د ګډو ملګرتياو په مضبوطولو سره په دغه هېواد کښې د تاوتريخوالو د زياتېدو اجازه ورنکړي.

حجت الاسلام والسملين حسن روحاني په سيمه کښې د امريکې او صهيونېسټ رژيم د مداخلتونو، او مشکل رامنځته کونکو اقداماتو په ذکرولو سره تاکيد وکړ: که په سوريې حمله کونکي هېوادونه د کېميائي حملې د عاملانو په لټه کښې وو نو ولې يې اجازه ورنکړه چې د کېميائي وسلو د منعې د نړيوالې ادارې تحقيق کونکي خپل تحقيقات ترسره کړي.

رجب طيب اردوغان هم په ټولو زمينو کښې د تهران او انقرې د تعلقاتو له مخکې نه له زياتې پراختيا او ژورتيا څخه په هرکلي سره اميد څرګند کړ چې تهران ته د هغه د هېواد د اقتصادود وزير سفر او دوو اړخيزو موافقو حتمي کول به د دواړو هېوادونو د مبادلاتو د اندازې د زياتولو چلند ته چټکتيا ورکړي.

د ترکيې ولسمشر د سوريې حالت ته په اشارې او په دې باندې په تاکيد سره چې په سوريې کښې په مېدان کښې د تاوتريخوالي د کمولو او د سياسي چلند په مخ بيائلو لپاره له ايران او روسيې سره ملګرتيا يې وړومبۍ ترجيح ده وويل: د سوريې د زمکنۍ بشپړتيا ساتنه او د موجوده حالت د ختمولو لپاره د سياسي لارو چارو لټونه په ګډو کوششونو سره امکان لري.

 

ټیګونه