د ایران او ترکیې د اړیکو د پراختیا بهیر دې دوام ومومي
د اسلامي ایران ولسمشر د تهران او انقرې د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو اړیکو مخ په زیاتیدا پراختیا او ژورتیا د دواړو ولسونو او په سیمې او نړۍ کښې د صلحې او ثبات د ټینګښت په ګټه وبلله.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: په دې وروستیو کلونو کښې د ایران او ترکیې د هراړخیزو اړیکو د پراختیا په لاره کښې ورځ په ورځ پریمانه پرمختګونه شوي دي چې د دواړو ورور او ګاونډي ولسونو د ګټو په لاره کښې دا بهیر باید په پوره زور سره دوام ومومي.
ولسمشر حسن روحاني نن مازیګر په تهران کښې د ترکیې د اقتصاد د وزیر نیهات زیبِکچي په کتنه کښې، په دې خبرې سره چې دواړه هیوادونه پریمانه تاریخي او کلتوري ګډولې لري، د تهران او انقرې د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو اړیکو مخ په زیاتیدا پراختیا او ژورتیا د دواړو ولسونو او په سیمې او نړۍ کښې د صلحې او ثبات د ټینګښت په ګټه وبلله.
روحاني په دې خبرې سره چې ایران او ترکیه همداشان په سیاسي، اقتصادي او کلتوري ډګرونو کښې د اړیکو د پراختیا لپاره ډیرې وړتیاوې لري، څرګنده کړه: بې شکه چې د تجارتي او اقتصادي ملګرتیا په پراختیا او د دواړو هیوادونو د خصوصي یا پرائیویټ برخې د فعالیتونو په لاره کښې د بانکي مناسباتو لازیاته اسانتیا او لوړتیا ډیره مهمه ده.
په دې کتنه کښې د ترکیې د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي هم چې د یو لوړرتبه سیاسي او سوداګريز پلاوي په مشرۍ ایران ته راغلی، په تهران کښې خپلو غونډو او خبرواترو ته په اشارې سره وویل: ترکیه هوډمنه ده چې د دواړو هیوادونو د اقتصادي مناسباتو له مخکښې نه د زیاتې پياوړتیامخې ته پراته خنډونه لرې کړي او د دوه اړخیزو ملګرتیا د مضبوطولو په لاره کښې لوړ ګامونه پورته کړي.