امریکایان او لویدیځوال د عرب نړۍ سرچینې لوټل غواړي
(last modified Wed, 25 Apr 2018 10:50:56 GMT )
Apr 25, 2018 15:20 Asia/Kabul
  • امریکایان او لویدیځوال د عرب نړۍ سرچینې لوټل غواړي

د اسلامي ایران ولسمشر وویل: امریکایان او لویدیځوال د عرب نړۍ د سرچینو د لوټلو په تکل کښې دي.

ولسمشر حسن روحاني نن د ایران د شمال لویدیځ په تبریز ښار کښې په یولړ مراسمو کښې، د فلسطین په مظلومو خلکو د صهیونیسټانو ظلم او وژله، د غلطې نظريې له امله وبلله او زیاته یې کړه: د سیمې ځیني هیوادونه فکر کوي چې سپینه ماڼۍ باید د لویدیځې آسیا په هکله فیصله وکړي او باوري دي چې تل یو غاصب او ظالم رژیم د دې سیمې په ځینو خلکو مسلط پاتې کیدی شي.

د اسلامي ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې پردیو د مینځني ختیځ سیمې ته هیڅ امنیت نه دی ډالۍ کړی، څرګنده کړه: د افغانستان ورانول، له ځمکې او هوا څخه پر عراق حمله، پر سیمې د ترهګرۍ ولکه او کوم بمونه او الوتکې چې د عربستان په واک کښې ورکړی شوې دي، په سیمه کښې د پردیو د شتون نښې دي.

حسن روحاني په دې خبرې سره چې ایران دنیا ته ثابته کړې چې په ډل وژونکو وسلو پسې نه دی، زیاته کړه: له نړۍ سره د ایران پراخ او رغنده تعامل یوازې د ایټمي موافقې په وجه نه دی بلکې د ایران اسلامي جمهوریت له دنیا سره په تعامل کښې د ګډو ګټو په لټه کښې پاتې شوی او تل یې ویلي چې سمه لاره، د (ګټات-ګټات) موافقه ده.

 

ټیګونه