روحاني:برجام د ايران د ستر ملت د ډېپلومېسي قوت مظهر دے
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: برجام د يو نړيوال تړون په توګه چې د ايران د ستر ملت د ډېپلومېسي قوت مظهر دے د بدلون وړ نه دے.
ډاکټر حسن روحاني د ايران د خراسان رضوي صوبې د نيشابور د خلقو په شانداره غونډه کښې وويل: هغه څوک چې فکر کوي په زور، دباو او ګواښ سره د ايران ستر ملت تسليمولې شي تېروځي.
روحاني د دې په بيانولو سره چې د ايران اسلامي جمهوريت په ځلونو دنيا ته کړے دے چې په اېټمي وسلو پسې نه ؤ او نه دے، واضحه کړه که ايران اېټمي وسلې نه جوړوي نو د اسلام د مبين دين د احکامو، د رهبرۍ د ستر مقام او علمانو او پوهانو د فتوو په وجه دي نه دا چې استعماري هېوادونو دباو راوړۀ او غواړي دباو راوړي.
د ايران ولسمشر وويل: ايران له اېټمي سائېنس څخه چې په صلح ايزه لاره کښې دے د برېښنا، روغتيا، کرهڼې، طب او علاج معالجې لپاره استفاده کوي، نو ځکه د نړۍ او سيمې په ګواښلو پسې نه دے و استعماري هېوادونه هم پکار دي پوهه شي چې د ايران ستر ملت نه شي ګواښلې، ځکه چې د ايران خلق په اته کلنه مقدسه دفاع کښې ټينګ اودرېدل.
روحاني وويل: د ايران خلقو د ټينګ اودرېدنې و ملي قوت، د بدلون او پرمخګ په لاره کښې يو بل ته لاسونه ورکړي دي او دغه لارې ته به دوام ورکړي.
د ايران د اسلامي جهوريت ولسمشر د دې په بيانولو سره چې دين او انقلاب د خلقو سختي او زورېدل نه غواړي واضحه کړهو اسلام د منطق دين دے او پکار دي د يو بل په مرستې سهر د آبادونې او ترقۍ په لاره کښې تګ وکړو.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر او د کابينې يو شمېر غړي نن د يو دوه ورځني سفر په شروع کښې خراسان رضوي صوبې ته لاړ.