له ایرانه د ویرونې القاء دروغ او یوه دسیسه ده
(last modified Mon, 07 May 2018 10:30:11 GMT )
May 07, 2018 15:00 Asia/Kabul
  • له ایرانه د ویرونې القاء دروغ او یوه دسیسه ده

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: ایران نړۍ ته ثابته کړه چې له ایرانه ویرونه او د ایران په هکله د اندیښنې القاء کونه دروغ او یوه دسیسه وه او د دې هیواد لخوا د ایټم بم کارول د ایراني ولس خلاف تبلیغاتي دسیسه ده.

ولسمشر حسن روحاني نن په خراسان رضوي ولایت کښې د ۴۳۶ عمراني او اقتصادي پروژو د پرانیستې په مراسمو کښې، په دې خبرې سره چې ایټم بم ته د ایران له لاس رسۍ د ځینو دروغه اندیښنه او توهم ختم شوی دی، څرګنده کړه: ایران دا اندیښنه په برجام کښې بیخي ختمه کړې ده او دغه موافقه بشپړ ډاډ ورکوي چې ایران په ایټمي وسلو پسې نه دی.

د اسلامي ایران ولسمشر زیاته کړه: په تیرو کلونو کښې د امریکې موخه د ایران د خپلواکۍ او قدرت او سیمه ایز نفوذ محدودول وو خو د ایران ولس یې په وړاندې په قدرت سره دریږي لکه څنګه چې په تیرو څلویښتو کالو کښې دریدلی دی.

ښاغلي روحاني دې ته په اشارې سره چې نن سبا یوازې امریکایان د برجام د خرابولو تکل کوي، وویل: که نن سبا امریکایان د خپلې ژمنې خلاف کوم ګام واخلي نو د نړۍ عامه افکار او ټول حکومتونه، امریکا د ژمنې ماتونکې ګڼي.

هغه څرګنده کړه چې ایران، له برجام سره د امریکې د مختلفو چلندونو د ځواب لپاره ضروري تابیاوې په نظر کښې لري او که امریکایان کومه غلطي وکړي نو وروسته به پښیمانه شي او پوه به شي چې ستراټیجکه تیروتنه یې کړې ده.

د اسلامي ایران ولسمشر ټینګار وکړ چې د ایران ولس به په پوره توان او قدرت سره د امریکې د اهدافو په وړاندې ودریږي.

 

 

 

ټیګونه