روحاني: له برجامه د امريکې وتل په نړيوالو موافقو د واشنګټن د نه پابندۍ ښودنه کوي
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د ګډ اقدام له بشپړه پروګرام يا برجام څخه د امريکې د وتلو له اعلانه وروسته وويل: امريکه هيڅکله په خپلو ژمنو پابنده نه وه او نه ده او له برجامه يې وتل له مخکې اټکل شوي وو.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې حجت الاسلام والسلمين حسن روحاني پرون له برجامه د وتلو په باره کښې د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اعلان په ځواب کښې وويل: له دې وروسته به دغه موافقه له پينځو هېوادونو يعنې روسيې، چين، فرانسې، برطانيې او جرمني سره د ايران د ملګرتيا موافقه شي.
روحاني له نړيوالې موافقې برجامه د امريکې د وتل اټکلېدونکي بللو سره وويل: د اسلامي انقلاب څلوېښت او حتی له هغه مخکې تاريخ مونږ ته دا ثابته کړې ده چې امريکايانو د ايران د ستر ملت او د سيمې د ملتون په وړاندې تل غليمانه چلند لرلے دے او هيڅکله يې د سيمې او نړۍ د صلحې او ثبات په لاره کښې تګ نه دے کړے.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د نړيوالو موافقه ليکونو په وړاندې د ټرمپ د حکومت بدقوليو ته په اشارې سره وويل: د برجام په اړه د ټرمپ فېصله د ايران په خلاف د يو نفسياتي جنګ شروع ده خو د ايران مقاوم ملت به د دغه نفسياتي جنګ تر تاثير لاندې رانشي.
ډاکټر حسن روحاني زياته کړه، د امريکې د بدقولۍ باوجود به برجام موافقه پائېدونکې پاتې شي او مونږ کولې شوو له نورو شريکانو سره د صلحې په لار کښې قدم واخلو. خو که زمونږ ګټې پوره نه شي نو په هغو حالاتو کښې به نوې فېصلې وکړوو.