اروپا د برجام د ساتلو لپاره ډیر محدود فرصت لري
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر له ایټمي موافقې په وتنه کښې د امریکې د ولسمشر د اقدام په سپک بللو سره ټینګار وکړ چې اروپا د برجام د ساتنې لپاره ډیر لږ فرصت لري او باید په برجام کښې د خپلو ژمنو په وړاندې خپل روښانه او پریکنده دریځ زر تر زره اعلان کړي.
ولسمشر روحاني پرون مازیګر له خپل فرانسوي همرتبه امانوئل مکرون سره په ټیلیفوني خبرو کښې د ایران او د اروپايي اتحادیې د غړو هیوادونو خارجه وزیران باید د څو اونیو په لنډه موده کښې په پرله پسې غونډو سره د برجام په ساتنې پورې اړوند مسائل وڅیړي او واضحې او رڼې پریکړې ته دې ورسي، وویل: د تیلو د خرڅون، بانکي اړیکو، پانګونو او بیمې په شان په برجام پورې په اړوندو مهم موضوعاتو او مسائلو کښې باید د ایران ګټې په روښانه او رڼه توګه معلومې او ضمانت یې ورکړی شي.
هغه زیاته کړه: که ایران او اروپايي اتحادیه په لنډه او ټاکلې موده کښې د برجام (ایټمي موافقې) په هکله په ټاکلي او لنډ وخت کښې روښانه فیصله وکړي نو د دواړو لورو ترمینځ به لاپراخ تعامل ولیدی شي.
د اسلامي ایران ولسمشر دې ته په اشارې سره چې نن سبا د برجام د ساتنې په لړ کښې یو تاریخي مسئولیت په غاړه لرو او د تاریخ راتلونکی به ثابته کړي چې ټرمپ ډیره ستره غلطي کړې ده، څرګنده کړه: په خواشینۍ سره اروپا هغه څلور میاشتنی فرصت چې د برجام د ساتنې لپاره یې کارولی شو، په ایټټمي موافقه کښې پاتې کیدوته د امریکې د نوي حکومت په راضي کولو ولګوه او ضایع یې کړ.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون هم له برجامه د وتنې په هکله د ټرمپ له پریکړې د خواشینۍ په شودلو سره وویل: اروپايي هیوادونو په ډله ایز غبرګون کښې پر دغې پریکړې خپل اعتراض اعلان کړ.
هغه زیاته کړه چې اروپا به د برجام (ایټمي موافقې) د ساتنې او پایدارۍ لپاره په یوموټي توګه هڅه وکړي.