له اردوغان سره د روحاني خبرې اترې: پکار دي د امريکې يوه اړخيز پالنې په وړاندې ټينګ اودرېدل شي
د ايران ولسمشر د امريکې د حکومت د يو اړخيز پالنې په وړاندې په ټينګ اودرېدنې باندې په تاکيد سره وويل: امريکايان پکار دي پوه شي چې ښه په اسانه او د قيمت ادا کولو نه بغېر له نړيوالو موافقو او ژمنو څخه نه شي وتلې.
ډاکټر حسن روحاني نن د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره په ټيلفوني تماس کښې وويل: د اېټمي انرجۍ د نړيوال اژانس د يولسو رپوټونو په اعتراف ايران له ابتداء راهسې او په کامله توګه په برجام کښې په خپلو ټولو ژمنو بابند دے او ورباندې يې عمل کړے دے.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر برجام د ملګرو ملتو د تائيد وړ موافقه وبلله او زياته يې کړه، له بده مرغه د امريکې حکومت د خپلو بدقوليو په دوام کښې له دغه نړيوال تړونه ووتۀ او د نړۍ له ټولو مشرانو څخه زمونږ اميد دا دے چې دا اقدام وغندي.
روحاني دې ته په اشارې سره چې نن هغه څه چې د ايران لپاره اهميت لري له برجام څخه د امريکې له وتلو وروسته له دغه تړون څخه پوره استفاده او ګټه اوچتول دي، واضحه کړه، اروپا او په تېره بيا د له ايران سره د خبرو اترو لوري پينځه هېوادونه پکار دي په باقي پاتې لنډ فرصت کښې په واضحه توګه له برجام څخه د امريکې د وتلو د تلافۍ لپاره خپل اقدامات او دريځونه په ډاګه او اعلان کړي.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر دا خبره څرګنده کړه چې د امريکې لخوا د ايران د ملت په خلاف هر ډول نوے بنديز د نړيوالو مقرراتو او د ملګرو ملتو د امنيت شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک په خلاف دے.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان هم په دغه ټيلفوني خبرو اترو کښې د دې په بيانولو سره چې امريکه به خپله د دغه تېروتونکې فېصلې اصلي او وروستے بائېلونکې وي د هغې په وړاندې د ايران د اسلامي جمهوريت دريځ رغونکے او مدبرانه وبلۀ او وې ويل: د برجام د ساتنې او دام لپاره خبرې اترې د سيمې او نړۍ د امنيت او ثبات لپاره زياتې ګټورې او ضروري دي.