د اسلامي ایران ولسمشر له برجام څخه د تهران د اقتصادي ګټو د پوره کیدو په ضرورت ټینګار وکړ
(last modified Sat, 12 May 2018 16:58:09 GMT )
May 12, 2018 21:28 Asia/Kabul
  • د اسلامي ایران ولسمشر له برجام څخه د تهران د اقتصادي ګټو د پوره کیدو په ضرورت ټینګار وکړ

په همدې لړ کښې د ولسمشر روحاني په حکم د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف سبا چین ته ځي او بیا به روسیې ته لاړ شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني نن د دولت په اقتصادي کمیټه کښې د ایران له خارجه وزارته وغوښتل چې په دې اونۍ کښې د سمدستي د مذاکراتي پلاویو په لیږلو سره له چین، روسیې او اروپايي هیوادونو سره د ایټمي موافقې د دوام او له نورو هیوادونو سره د ایران د اقتصادي اړیکو د سمولو او پراختیا لپاره د ضروري اجرايي ضمانتونو د دوام د ضروریاتو په هکله د نیغ په نیغه خبرواترو لپاره پلاننګ وکړي.

په همدې لړ کښې د ولسمشر روحاني په حکم د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف سبا چین ته ځي او بیا به روسیې ته لاړ شي.

له اروپايي هیوادونو سره د ایران د سیاسي او اقتصادي ماهرانو د پلاویو خبرې اترې به هم راتلونکې سه شنبه د بیلجیئم په بروکسل کښې پيل شي.

روحاني همداشان د ایران له ټولو اقتصادي برخو او بانکونو وغوښتل چې د نویو اسعاري سیاستونو په اجرا کښې د تولید او تجارت د بهیر اسانتیا تعقیب کړي او خصوصي برخه یا پرائیویټ سیکټر هم په اسعاري انضباط کښې له رامینځته شوي فرصت څخه د تولید او اشتغال او په بازارونو کښې د ارامښت په رامینځته کولو کښې کار واخلي.

 

ټیګونه