د ایران سیمه ایز سیاست د امنیت او ثبات ساتنه او له ترهګرۍ سره مبارزه ده
(last modified Sun, 13 May 2018 11:00:33 GMT )
May 13, 2018 15:30 Asia/Kabul
  • د ایران سیمه ایز سیاست د امنیت او ثبات ساتنه او له ترهګرۍ سره مبارزه ده

ایران له دې څخه چې توانیدلی د عراق د حکومت او ولس مرسته وکړي څو داعش وځپي او د دغه هیواد خلک په امنیت او ارامښت کښې د رایه ورکونې مرکزونو ته لاړ شي، خوښ دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د تهران سیمه ایز سیاست د امنیت او ثبات ساتل او له ترهګرۍ سره مبارزه وبلله او ویې ویل: ایران له دې څخه چې توانیدلی د عراق د حکومت او ولس مرسته وکړي څو داعش وځپي او د دغه هیواد خلک په امنیت او ارامښت کښې د رایه ورکونې مرکزونو ته لاړ شي، خوښ دی.

ولسمشر حسن روحاني نن په تهران کښې د ایران او سري لنکا د لوړرتبه پلاویو په غونډه کښې، له برجامه د امریکې یواړخیزه وتنه د اخلاقو او نړیوالو اصولو خلاف کار وباله او ویې ویل: د امریکایانو لوظ ماتونه ښودنه کوي چې هغوي پر خپلو وعدو پابند نه دي او پرې باور نه شي کیدی.

د اسلامي ایران ولسمشر له هغو ولسونو سره د مرستې په ضرورت باندې په ټینګار سره چې له خپلو حقوقو بې برخې کړی شوي دي، زیاته کړه: د خواشینۍ خبره ده چې د فلسطین خلکو اویا کاله ظلمونه او جنایتونه وزغمل او نیواکګر صهیونیسټ رژيم خپلو اقداماتو ته همهغه شان دوام ورکوي.

ولسمشر روحاني همداشان د ایران او سري لنکا اړیکې مثبتې او دوستانه وبللې او د اړیکو د هراړخیزې پراختیا په تیره بیا د ګډې سوداګري او اقتصادي ملګرتیا په پياوړتیا یې ټینګار وکړ.

په دغه کتنه کښې د سري لنکا ولسمشر مایتري پالا سیریسینا هم اقتصادي ودې ته په رسیدو او د سوداګري راکړو ورکړو د کچې د لوړتیا په لاره کښې د تهران او کولمبو د اقصتادي ملګرتیا او اړیکو پراختیا ضروري وبلله او د سري لنکا د پروژو په اجرا کښې د ایران د اقتصادي فعالانو او پانګه والو د شتون غوښتنه یې وکړه.

هغه څرګنده کړه: سري لنکا هیڅکله د ایران خلاف د سیاسي او اقتصادي بندیزونو د لګیدو ملګرې نه ده او باوري ده چې نړیوال قدرتونه باید د ایران په وړاندې په خپلو سیاستونو کښې بیا کتنه وکړي.

سیریسنا، تصریح کرد: سریلانکا هرگز موافق اعمال تحریم‌های سیاسی و اقتصادی علیه ایران نیست و معتقد است قدرت‌های جهانی باید درباره سیاست‌های خود در قبال ایران تجدیدنظر کنند.

 

ټیګونه