په برجام کښې د ايران د ګټو د ضمانت ورکولو په لازموالي د روحاني تاکيد
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په برجام اېټمي موافقه کښې د ايران د ګټو د ضمانت ورکولو په لازموالي تاکيد وکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې ډاکټر حسن روحاني پرون مازيګر د برطانيې له وزيراعظمې مېرمن تېزرا مې سره په ټيلفوني تماس کښې په دې باندې په تاکيد سره چې د برجام د ساتنې لپاره او د ايران د ګټو د ضمانت ورکولو لپاره د اروپائي اتحاديې وخت محدود دے وويل:د تېلو، ګېسو او پېټروکېميکل د خرڅولو، بېنکي روابطو او پانګونې په شان له برجام سره په اړوندو مسائلو او موضوعاتو کښې د ايران ګټې پکار دي په روڼه توګه معلومې او ضمانت يې ورکړې شي.
ولسمشر روحاني په دې باندې په تاکيد سره چې په برجام کښې دوه لوري يو لړ ژمنې لري او دا د منلو وړ نه ده چې يوازې يو لورے دې په خپلو ژمنو عمل وکړي زياته کړه،ايران په برجام باندې په پابندۍ سره د خپلو ملي ګټو د پوره کېدو په لټه کښې دے، که څه هم له بده مرغه مقابلو خواو د خپلو ژمنو په پوره کولو کښې رضايت لرونکې کارکردګي نه ده لرلې.
د اسلامي ايران ولسمشر له ۲۰۰۳ کال نه د ټولو خواو د ګټې لرونکې موافقې په توګه د برجام تر تصويب پورې په اېټمي خبرو اترو کښې د برطانيې رول ته په اشارې سره له هغې څخه د امريکې د وتلو اقدام غيرقانوني، غېرذمه دارانه او د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک په خلاف وبلۀ.
ډاکټر روحاني په بروکسل کښې د ايران، برطانيې، فرانسې او جرمني د خارجه وزيرانو او د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست د مشرې د نهې د ورځې غونډه او د کارپېژاندو پلاو غونډه ډېره مهه وبلله او اميديې څرګند کړ چې دغه غونډه به د برجام په ساتنې سره د تهران ګټې پوره کړې شي.
روحاني همدارنګ د سيمې د صلحې او امنيت په مضبوطولو کښې د برجام رول ډېر مهم وبلۀ او په عين حال کښې يې تاکيد وکړ چې د هغه هغه حالت چې له دغې موافقې څخه د امريکې له وتلو وروسته رامنځته شي ذمه واري به د دغه هېواد په غاړه وي.
د برطانيې وزيراعظمې هم په دغه ټيلفوني تماس کښې د ټولو لورو لخوا د برجام په ساتنې باندې په تاکيد سره وويل، د اروپائي اتحاديې مقصد د برجام ساتنه ده او لندن له اروپائي ملګرو سره د برجام د ساتنې او له د دغې موافقې له مفادو څخه د ايران د برخورۍ لپاره خپل ټول کوششونه کوي.